د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ
![د بخښنې نړیوال سازمان د افغان مېرمنو د وضعیت پر بدلون ټېنګار وکړ](https://gdb.rferl.org/99E52DBA-4CD8-4C20-A938-D8CD991F5680_w800_h450.jpg)
د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو د حقونو په ملاتړ د ۱۶ ورځني کمپاین په لړ کې د افغان مېرمنو د وضعیت د بدلون لپاره د یوه بل فعال څرګندونې خپرې کړې دي.
د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې پرون د بشري حقونو د فعال، عمر حیدري څرګندونې په خپله اېکس شبکه کې خپرې کړې چې د افغان ښځو په وضعیت کې د بدلون لپاره یې د ګډو اقداماتو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
حیدري ویلي، د افغان مېرمنو مصیبت څه نوې کیسه، خو د دې ستونزې د حل لپاره عملي اقدام ته اړتیا ده.
تېره شنبه (د نوامبر ۲۵مه) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین هم پیل شوی دی.
طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له نورو زده کړو راګرځولي او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې یې دوی پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منعه کړې.
همدا شان نجونې او ښځې په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.