Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

نن یې نړیواله ورځ ده؛ افغان معلولیت لرونکي: موږ ته هیڅکله پام نه دی شوی

0
نن یې نړیواله ورځ ده؛ افغان معلولیت لرونکي: موږ ته هیڅکله پام نه دی شوی

نن د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې رارسيږي چې، په افغانستان کې یو شمېر معلولین وايي، دوی تل له پامه غورځول شوي، خو په وروستیو دوو کلونو کې د دوی ژوند نور هم ستونزمن شوی دی.

يو تن معلول چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې خپور شي، وايي چې دی مخکې د غاښونو ډاکټر و، خو په کابل ښار کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يې دواړه پښې پرې شوې.

هغه وويل، تېر کال يې د شهيدانو او معلولينو چارو له وزارت څخه معاشونه ترلاسه کړل، خو سږ کال يې نوم د هغو کسانو په نوم‌لړ کې چې د معاش وړ دي، نه‌دى شامل شوى.

هغه ازادي راډیو ته وویل، کار ورته ستونزمن دی او هیڅ څوک یې په دنده نه ګماري.

سرچینه زیاتوي:

"کله چې زه هلته لاړم، دوی وویل چې موږ یوه سروې وکړه او د سروې وروسته تاسو وړ نه یاست، په دې وروستیو کې ما غوښتل چې په یوه شخصي کلینیک کې کار وکړم، خو دوی داسې څوک غواړي چې روغ وي، زموږ مسلک داسې دی چې د يو ناروغ پر وړاندې بايد ودرېدل او مقاومت ولرو."

په همدې حال کې یو بل معلول شفیق الله د خپل ژوند ستونزې داسې بیانوي:

"معلولينو ته هيڅ پام‌لرنه نه‌کېږي. په تېر حکومت کې زموږ معاش ۵۰۰۰ و، اوس ۳۰۰۰ ته راټیټ شوی دی، دوه زره کم شو. له حکومت څخه هیله لرو چې موږ ته کار راکړي، څو د خپلو کورنیو پالنه وکړو."

د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکى نوراحمد ميازاده چې د پوليو په ناروغۍ اخته شوى، وايي چې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې يې زده‌کړې کړې دي.

ښاغلی میازاده وايي، په لومړي سر کې ډېر معلولین د بشري حقونو د کنوانسیون او کورنیو قوانینو له‌مخې پر خپلو حقونو نه پوهېږي او دا لویه ستونزه ده او په دویم ګام کې د معلولیت لرونکو وګړو په تړاو ټولنیز ذهنیت نه‌دی جوړ شوی.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"معلولينو ته بايد ذهنيت او دا ډاډ ورکړل شي، چې که يو څوک له جسمي پلوه معلول وي، بايد د خپلې پوهې له لارې په په معنوي بڼه يوه دفتر کې کار وکړي، خو له بده‌مرغه چې معلولين له‌دې امله له دفترونو ګوښه کېږي او ورته ويل کېږي چې ته معلول يې او نه‌شې کولی چې دنده ترسره کړې."

په همدې حال کې یو شمېر معلولین وايي، د کاري ستونزو سربېره زده‌کړو او نورو اسانتیاو ته د نه لاس‌رسي تر څنګ ټولنیزې ننګونې لکه دوی کمزوري، ړانده، کاڼه او پنډ بلل د دوی پر روحيه منفي اغېز کوي.

په کابل کې د "معلوليت محدودیت نه‌دی" شورا مشر سید محمد صابر وايي، د طالبانو حکومت باید په دولتي او خصوصي سکتور کې د معلولینو د زده‌کړې، روغتیا او کارموندنې لپاره پلانونه ولري.

صابر ووایي:

"معلولينو ته بايد نور امتيازات هم ورکړل شي، ځکه یوازې معاش بسنه نه‌کوي، دوی ته باید د روغتیا، پوهنې، کار او نورو برخو کې ځانګړي امتیازات ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سره صليب کمېټه وايي، دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۴،۴ ميليونه کسان له بېلابېلو جسمي معلوليتونو کړېږي.

ياده کمېټه وايي، په افغانستان کې په اووه مرکزونو کې د فزیکي بیارغونې د پروګرام په پیلولو سره هر کال له ۲۰۰ زره کسانو سره مرسته کوي.

په افغانستان کې د سره صلیب د کمېټې ویاند پروېز احمد فیضي ازادي راډيو ته وویل:

"سره مياشت د دې پروګرام د پلي کولو لپاره یو شمېر معلولیت لرونکي کسان استخداموي. اوس‌مهال د ۸۵۷ کارکوونکو څخه ۷۴۶ هغه يې معلولين دي، چې زموږ د کاري ځواک ۸۷٪ جوړوي، چې د معاش په ترلاسه کولو سره د خپلو کورنیو سره مرسته کوي."

هغه زياتوي، د دې ترڅنګ، سور صليب د معلولينو د بيا يو ځاى کېدو په موخه د ښوونيزو پروګرامونو، کوچنيو پورونو او د ورزشي پروګرامونو په برخه کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر معلولین وايي، دا مرستې کافي نه‌دي او د دې ترڅنګ د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له‌خوا د معاشونو کمښت د دوی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړن‌لارې له‌مخې چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال چمتو شوې وه، هر کال له فزیکي پلوه معلولینو ته ۶۰ زره او جزوي معلولینو ته ۳۰ زره افغانۍ مرستې ورکول کېدې، خو د دغو معلولینو د خبرو له‌مخې اوس د مرستو کچه ۳۶ زره او ۱۸زره ته راټیټه شوې ده.

ومو غوښتل چې د معلولينو د ستونزو، د معاش په ورکړه کې د ځنډ او د معلولينو د نغدي امتيازاتو د کموالي په اړه د طالبانو د حکومت د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت له وياند مفتي فيصل سره خبرې وکړو، خو نوموړي د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړې پر بنسټ، له ۱۹۹۲ راهيسې هر کال د ډسمبر درېیمه د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې د نومولو موخه د معلولیت اړوند مسئلو په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د معلولیت لرونکو اشخاصو د وقار، حقونو او هوساینې ملاتړ کول دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال د دې ورځې شعار "د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د دوامداره پراختیايي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په ګډه کار کول" دی.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет





Москва

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

В Российском национальном Музее Музыки пройдет концерт «Курские Песни 2.0»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Ига Свёнтек

Свёнтек высказалась об акции протеста экоактивистов, выбежавших на корты Рима



Новости Крыма на Sevpoisk.ru