اسراییلي پوځیانو په غزې کې له حماس سخت دریځې ډلې سره جګړه کړې
رویټرز خبري اژانس لیکلي، داسې ښکاري چې اسراییلي پوځیانو د کډوالو په ګڼ مېشته او کلابنده شوې جنوبي سیمه کې پلان شوې ځمکنۍ جګړه پيل کړې ده.
رویټرز بې له دې چې د کره مرګژوبلې شمېر وښيي لیکلي چې د اسراییلو په تازه بمباریو کې لسګونه فلسطینیان وژل او ټپیان شوي دی.
د اسراییلو او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ جګړه له ۷ ورځني اوربند وروسته چې د ډسمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېد، بېرته پيل شوې ده.
د دغه اوربند پر مهال د حماس له خوا یرغمل شوي ۱۰۵ تنه چې تر ډېره اسراییلیان وو، د فلسطین له ۲۴۰ بندیانو سره تبادله شول.
