برېتانیا: د اوکراین جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره روسي سرتېري وژل شوي
د برېتانیا د دفاع وزارت اټکل کوي چې د روسیې شاوخوا ۷۰ زره سرتېري له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
دغه وزارت پرون دوشنبه په اوکراین کې د جګړې د تحولاتو په اړه خپل تازه راپور کې د روسانو د تلفاتو دغه شمېر اعلان کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په وژل شویو روسانو کې شاوخوا ۵۰ زره یې د روسیې پوځیان او ۲۰ زره نور یې د واګنر ډلې اجیر جنګیالي دي.
د برېتانیا د دفاع وزارت په حواله د اوکراین په جګړه کې له ۱۸۰ زرو تر ۲۴۰ زرو پورې روسي پوځیان او د واګنر جنګیالي ټپیان شوي هم دي.
روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.
روسیه او اوکراین دواړه په جګړه کې د خپلو وژلو شویو سرتېرو په اړه څه نه وایي.