د غزې تازه حال؛ اسراییلو د حماس خلاف نوي عملیات پيل کړي
د اسراییل پوځ د حماس او نورو تندلارو ډلو پرضد د تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې د غزې د تړانګې جنوب ته لسګونه ټانکونه لېږلي.
متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس تروریستي ډله ګڼي.
د اسراییل پوځ پرون د غزې د جنوب په ځینو برخو کې له الوتکو څخه خبرپاڼې خپرې کړې چې په هغو کې یې خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې له خپلو سیمو ووځي.
عیني شاهدانو فرانسپرس خبري اژانس ته ویلي چې پرون یې د غزې جنوبي ښار خان یونس ته نژدې اسراییلي ټانکونه، زغرګاډي او بولدوزرونه لیدلي دي.
دا له کورنیو بې ځایه شویو ډکه ده.
اسراییلي پوځ ویلي دي چې په خان یونس کې به د حماس او نورو تروریستي ډلو پرضد تهاجمي عملیات وکړي.
اسراییلو ژمنه کړې چې پر خپل قلمرو د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې د برید په غبرګون کې به دا ډله له منځه وړي.
د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس ډلې په لاس کې دی، ویلي چې د فلسطینیانو په قلمرو کې د اسراییلو په حملو کې نژدې ۱۵۹۰۰ کسان چې په سلو کې اویا یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.
همداراز د اسراییل پوځ پرون اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه یې ۴۰۱ سرتېري وژل شوي دي.