روسي ځواکونو د اوکراین په دونتسک کې د ځینو سیمو د بیا نیولو هڅې پیل کړي
د اوکراین په ختیځ کې چارواکي وايي چې روسي ځواکونو د دونېڅک سیمې پر اویدیفکا ښار د برید لپاره حملو ته زور ورکړی او په هره بیه چې وي غواړي، دا ښار کلابند او بیا یې ونیسي.
د اویدیفکا ښار د پوځي ادارې مشر ویتالي باراباش پرون دولتي رسنیو ته وویل چې اوکرایني ځواکونه له څو اونیو راهیسې له روسي پوځیانو سره په درنو جګړو کې ښکېل دي او دوی هڅه کوي چې د دې صنعتي ښار پر لور د روسي پوځیانو د پرمختګ مخه ونیسي.
هغه زیاتوي چې اوکرایني ځواکونه اوس مهال له یوه نوي اړخه د روسي سرتېرو له حملو سره مخامخ دي.
اوکرایني قوماندانانو ویلي چې روسي ځواکونو ته د پوځي عملیاتو پرمهال سخت تلفات اوښتي دي.