طالبان: پاکستان یوځل بیا د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پر مخ وتړله
د تورخم دروازه یوځل بیا د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه.
په ننګرهار کې د باختر خبري اژانس څانګه چې طالبان یې اداره کوي خبر ورکوي چې دا لاره بېګا ناوخته د پاکستاني چارواکو له لوري تړل شوې ده.
باختر د تورخم د کميسار مولوي عصمت الله له قوله ويلي چې پاکستاني لوري غوښتل تورخم دروازې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې شل متره رامخکې د لوحې په پلمه يوه بله دروازه جوړه کړي، خو دوی يې مخه ونيوله چې هغوی یې په غبرګون کې د لاریو پر مخ دروازه وتړله.
په تورخم کې د ډریورنډ بلې خوا ته د سوداګرو يوه استازي ایمل شينواري ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه له بېګا راهيسې تړلې ده.
پاکستان تېره اوونۍ هم دا دروازه د تازه مېوو د بار وړونکو موټرو پرمخ تړلې وه چې له درې ورځو وروسته بېرته پرانيستل شوه.