Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

ایران یوځل بیا د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

0
ایران یوځل بیا د بې‌اسناده افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یوځل بیا ټینګار کړی چې په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په ايران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي، په ایران کې مېشت افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د ایران د تسنيم خبري اژانس، د راپور له مخې، نوموړې زياته کړې چې افغان کډوال په موقتي توګه په ایران کې ژوند کوي او بايد بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

سرچینې ویلي، احمد وحیدي دغه څرګندونې د ایران په اهواز ښار کې د محصل د ورځې په نمانځغونډه کې د شهيد چمران پوهنتون د محصلانو د پوښتنې په ځواب کې کړي.

نوموړي ويلي: "په دې وروستيو کې د طالبانو يو هيئت راغلى و، ورته ومو ويل چې بايد خپل بستر آماده کړي او هغوى له موږ فرصت وغوښت. دوه ډوله کډوال لرو هغوى چې اسناد لري او هغوى چې اسناد نه لري، اسناد چې نه لري بايد وویستل شي او هغوى چې اسناد لري بايد تنظيم شي."

مخکې تر دې هم ایراني چارواکو د افغان بې اسناده کډوالو د ایستلو خبره کړې وه.

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې د ايران په یزد کې د ایراني اتباعو او افغان کډوالو ترمنځ نښتې رامنځته شوي او ادعا کېږي چې یو ايراني تبعه په کې د يو افغان له لوري وژل شوى چې په پايله کې يې د ايران خلکو د افغانانو پر کورونو حمله کړې او سوځولي يې دي.

خو د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دې اړه وویل: "دښمن د افغانیت ضد او د ایرانیانو او افغانانو ترمنځ د شخړې په لټه کې دی چې مونږ ته د منلو وړ نه ده."

د طالبانو حکومت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې په یوه اعلامیه کې له پاکستان او ایران غوښتي وو چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

په ايران کې یو افغان کډوال عبدالله د دغې قضیې په اړه چې تاوتریخوالی یې رامنځته کړی، وايي: "سره له دې چې تراوسه د دغه کس هويت نه دى مالوم چې افغان و که نه، خو بيا هم د يو کس سزا بايد ټول کډوال و نه ويني جرم يو فردي عمل دى د ايران خلک زمونږ سره هم فرهنګه او هم ژبي دي بايد د افغانستان شرايط درک کړي او هغوى چې نفاق اچوي بايد مخه يې ونيسي."

په ايران کې يو شمېر افغان کډوال دا هم وايي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دى، خو بیا هم خپل هېواد ته نه شي ستنېدلی، ځکه د دوی په ټکو افغانستان ته بېرته د ستنېدو په صورت کې به وګواښل شي.

د تېر جمهوري نظام يو سرتېری چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ايران ته کډوال شوی او نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، وايي: "په پام کې وه چې ځينې کارتونه ،بانکي کارتونه او سيمکارتونه پر افغانانو وويشي له هغې ورورسته چې طالب چارواکى ايران ته راغلى و هغه پروسه هم ودرېده او دغه کارتونه مو ترلاسه نه کړل او له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو چې هره ورځ په لسګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. زمونږ غوښتنه د ايران له دولته دا ده چې چې دلته ژوند وکړو تر هغو چې د افغانستان سرنوشت معلومېږي که مونږ بېرته افغانستان ته ولېږل شو مونږ به د مرګ انتظار باسو او مرګ به زمونږ انتظار باسي."

د یادونې ده چې د ایران ملي امنیت شورا ۱۶ ولایتونو ته د افغانانو په سفر هم بندیز لګولی او په دې ولایتونو کې یې د دوی استوګنه او کار روزګار هم منع اعلان کړی دی.

دا خبره د ایران په کرمانشاه ولایت کې د وګړو او بهرنیو کډوالو عمومي مدیر حمزه سلیماني دوه ورځې مخکې د ایران ایسنا خبري اژانس ته کړې وه.

د ايران د کورنيو چارو وزير داسې مهال د بې‌اسناده افغان کډوالو د ايستلو خبر ورکوي چې هممهاله له پاکستان څخه هم هره ورځ په سلګونه او زرګونه افغان بې اسناده کډوال ایستل کېږي او خپل هېواد ته ستنول کېږي چې د دغه هېواد دا اقدام په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مل دی.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Балерина Волочкова продолжила участвовать в благотворительных концертах




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Чья компания сильнее всех?

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


Новак Джокович

Новаку Джоковичу исполнилось 37 лет в Швейцарии | Виды спорта



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России