بریتانیا پر دوو روسي وګړو بندیزونه اعلان کړي
بریتانیا پر دوو روسي وګړو چې د برتانوي سیاستوالو او ژورنالیستانو په اړه په آنلاین جاسوسۍ یې تورن کړي، بندیزونه اعلان کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه بیان کې وویل چې د روسیې د امنیتي خدماتو له فدرال ادارې یا 'ایف ایس بي' سره د تړلو سایبري جنایتکارانو د یوې ډلې د اقداماتو له افشا کېدو وروسته یې په لندن کې د روسیې سفیر احضار کړ او دا خبر یې ورته اعلان کړ.
په بیان کې راغلي چې د دې ډلې د اقداماتو هدف د بریتانیا په سیاسي ژوند او دیموکراتیک بهیر کې لاسوهنه وه.
په بیان کې یادونه شوې چې دا آنلاین جاسوسي د سټار بلیزارد په نوم د یوې ټولنې له خوا ترسره کېدل چې د بریتانیا د سایبري امنیت مرکز په قاطعیت سره له 'ایف ایس بي'سره تړلې ډله بللې ده.