د ایټالیا په یوه روغتون کې اور لګېدو ۴ تنه وژلي
د ایټالیا د پلازمېنې روم په لمن کې په یوه روغتون کې د اورلګیدو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
دا اورلګېدنه د تیولي د سیمې په یوه روغتون کې چې د روم د شمال ختیځ په پنځه دیرش کیلومترۍ کې پرته ده، تېره شپه رامنځته شوه.
د تیولي د ښاروالي دفتر ویلي دي چې د سینت جان انجیلیست له روغتونه ټول ناروغان نورو روغتونونو ته ایستل شوي دي او هغه ناروغان چې وضعیت یې ډېر نازک و، هغوی ښاروالۍ ته نېږدې جمنازیم ته انتقال شوي دي.
د دې اورلګیدو علت تر اوسه نه دی روښانه شوی.