Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ « د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم له پراخ اداري فساده کړیږي»

0
د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ؛ « د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لا هم له پراخ اداري فساده کړیږي»

اداري فساد؛ هغه لویه ننګونه چې ډېر افغانان یې د خپلو چارو د ترسراوي په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

که څه هم ادعا کېږي چې د طالبانو رژیم په رسنیز سانسور سره د اداري فساد اړوند موضوعاتو د افشا کېدو مخه نیولې، خو په دې راپور کې د پاسپورټ ریاست څخه نیولې، په دولتي ادارو کې د خپل‌سرو ګمارنو، د کانونو د استخراج په اړه اندېښنې او شکونه او بیا د بشري مرستو تر وېشه د طالبانو د لاس‌وهنې او فساد په اړه موضوعاتو ته اشاره شوې ده.

د پاسپورټ اخیستل چې د طالبانو په حکومت کې یو له سختو کارونو شمېرل کېږي، وخت نا وخت په کې د اداري فساد مستندونه خپرېږي. تر دې چې څو ځل د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت او خپله د پاسپورټ ریاست په دې اړه د یو شمېر کسانو د نیول کېدو خبرونه تایید کړي دي. په دې کسانو کې ان د پاسپورټ ریاست کارکوونکي هم شامل دي.

بل‌خوا یو شمېر کسانو ازادي راډیو سره خبرو کې منلې چې د پاسپورت د اخستو لپاره یې رشوت ورکړی دی.

له دوی یو چې د امنیتي ستونزو له امله د خپل نوم او غږ له خپرېدو ډډه کوي ازادي راډیو ته وویل:

"ما خپلې لور ته په ۱۳۰۰ ډالرو پاسپورټ واخیست. کوم چا چې پاسپورټونه جوړول، د طالبانو په حکومت کې یې دنده درلوده. هغه ویل چې دا پیسې په څو کسانو تقسمېږي. "

 یو بل کس چې دی هم د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم او غږ یې رسنیز شي ازادي راډیو ته وویل:

"ما د هر پاسپورټ د اخستو لپاره په ۸۰۰ امریکايي ډالرو ورسره خبره وکړه. پیسې مو باید تر بایومټریک مخکې ورکړې وای. "

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو وړاندې یې په دې اداره کې د هر ډول فساد ادعا رد کړې ده.

د طالبانو په حکومت کې د اداري فساد او عدم شفافیت په اړه بله لویه اندېښنه د کانونو د کېندنې په اړه ده.

د جمهوري نظام پر مهال د هر کان قرارداد له ټولو جزییاتو سره د کانونو او پټرولیم وزارت په ویب‌پاڼه خپرېده، خو د طالبانو رژیم له ۲۰۰ ډېر لوی او واړه کانونه په قرارداد ورکړي؛ له دوی د یوه جزییات یې هم رسنیز کړي نه‌دي.

د جمهوري نظام پر مهال د کانونو او پټرولیم وزارت معین ولي‌الله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، هر کله چې د یوه کان د کېندنې په اړه معلومات پټ ساتل کېږي، مستقیما اداري فساد ته لار پرانیزي.

څدراڼ وایي:

"بلکل، دا یوه اشاره دې‌ته ده چې دې کې به یو څه ګټې وي. کله چې یو څه په عامه توګه خلکو ته د لاس‌رسي وړ نه‌وي، بیا موږ نه پوهېږو چې د دې شرکتونو ذینفع مالکین څوک دي، څوک ترې ګټه اخلي او په کومو مواردو توافق شوی. "

دا هم معلومه نه‌ده چې د طالبانو حکومت د کانونو د کېندنې له ادرسه څومره عواید لري.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې وزارت کې د اداري فساد اندېښنو او ترڅنګ یې د عوایدو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌ کړه.

 خو د جولای په ۲۴مه، ملت ته د حساب ورکوونې په نوم غونډه کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور نه یوازې دا چې د عوایدو په اړه پوښتنه ځواب نه کړه، بلکې دا یې هم وویل چې نه غواړي دښمنانان یې د عواید په اړه معلومات تر لاسه کړي.

په دولتي ادارو کې د طالبانو حکومت له‌خوا د مسلکي کسانو پر ځای یوازې د خپلې ډلې د کسانو ګمارنه بل هغه اندېښنه ده چې یو شمېر کسان یې په اداراتو کې فساد بولي.

د غزني یو تن اوسېدونکی چې د ازادي سیالۍ له لارې یې په دې ولایت کې د یو ریاست درېیم بست ته بریالی شوی ادعا کوي چې د همدې ریاست د بشري سرچینو رییس د یوه بل طالب د ګمارنې لپاره دی ناکام کړی دی.

دی چې نه غواړي نوم او غږ یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې موږ امتحان ورکړ، تر ټولو ډېرې نومرې زما وې، خو د بشري سرچینو امر وویل چې پروسه دویم پړاو ته ولاړه او باید بیا امتحان ورکړوو. په دویم ځل امتحان کې بیا هم تر ټولو ډېرې نومرې واخستې، خو کله چې ریاست ته ورغلم، د بشري سرچینو امر را ته مخامخ وویل، دې بست ته زموږ یو طالب راځي، هغه که ناکام وي مقرر دی، ته یې وړ نه‌ یې. "

موږ هڅه وکړه چې د غزني سیمه‌ییزو چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړو، خو بریالي نه‌‌شوو.

بل‌خوا په ټولنیزو رسنیو کې هم نږدې هره ورځ ورته ادعاوې کېږي چې ګنې طالبان ورځ تر بلې د مسلکي کسانو پر ځای د خپلې ډلې کسان ګماري او د جمهوري نظام څخه پاتې شوي کسان له دندو ګوښه کوي.

د ارزګان یو اوسېدونکی چې دی هم د نوم له خپرولو ډډه کوي ادعا کوي چې د طالبانو په اوسني رژیم کې له واسطې پرته کار مخ‌ته نه ځي.

سرچینه وایي:

"په امارت کې یوه لویه خالیګاه شته. هغه دا چې بې له واسطې د خوار و غریب کار نه کېږي، خو که دې واسطه درلوده، کارونه دې ډېر ژر مخ‌ ته ځي. "

اوس‌مهال د وزارتونو، معینانو، رییسانو او نږدې تر درېیم بسته د ټولو ادارو کارکوونکي د طالبانو د ډلې غړي دي، خو د ګوتو په شمېر یو شمېر هغه کسان هم شته چې د طالبانو د ډلې غړي نه‌وو.

د بشري مرستو په وېش کې د طالبانو لاس‌وهنه بله موضوع ده چې د فساد غږونه ترې راوځي.

د زابل اوسېدونکی نبي‌الله وایي:

"کومې بشري مرستې چې ووېشل شوې، پنځوس ـــ شپېته سلنه هغو کسانو ته واخستې چې مستحق نه‌، یعنې دا مرستې به د طالبانو چارواکو اخستې، ایا دوی د مرستې مستحق دي؟"

ازادي راډیو داسې ډېر پیغامونه تر لاسه کړي چې په کې ادعا کېږي چې طالب چارواکو یو شمېر سیمو کې ډېرې مرستې یا په خپلو کسانو وېشلي او یا یې هم خپله اخیستي دي.

تر دې چې د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکايۍ ادارې مشر جان سوپکو د نومبر په ۱۶مه نېټه وویل، د طالبانو حکومت له افغانانو سره د امریکا لخوا له بشري مرستو ګټه اخلي. جان سوپکو په اګسټ کې هم ویلي و چې د طالبانو حکومت د نادولتي موسسو او ملګرو ملتونو له لارې افغانستان ته د ورتلونکو پیسو په کنټرولولو کې مداخله کوي.

 ترڅنګ یې په یو شمېر ولایتونو کې د بشري مرستو رسوونکو څو موسسو د دوی په چارو کې د لا‌س‌وهنې له امله خپلې چارې څو ځله درولي دي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا څرګندونې رد کړي دي.

هاخوا د چارو شنونکی نجیب‌ ازاد ادعا کوي چې د طالبانو د اوسني حکومت په ټولو ادارو کې اداري فساد شته، خو د رسنیز سانسور له امله نه افشا کېږي.

ازاد وایي:

"د طالبانو په اوسني سیاسي حاکمیت کې بې له شکه چې فساد پ اوج کې دی، ممکن تر پخوا ډېر وي، کم نه‌دی، خو رسنیز کېږي نه. دوه لاملونه یې دي یو دا چې نړیوالې رسنۍ په بشپړه توګه بندې دي او کورنۍ رسنۍ به بشپړه توګه سانسور دي او که یو څوک عادي نیوکه هم وکړي، تر میاشتو میاشتو ورک وي. "

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دوی په دولتي ادارو کې د اداري فساد په اړه دې نیوکو ته ځواب و نه وایه، خو وړاندې یې ویلي و؛ دوی د اداري فساد مخه نیولې ده.

که څه هم په افغانستان کې د اداري فساد په اړه تازه د کوم نړیوال بنسټ راپور نه‌دی خپور شوی، خو د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې د روڼتیا نړیوال سازمان وویل، د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان په دې راپور کې ډنمارک د ۹۰ نومرو په تر لاسه کولو سره لومړی هېواد بلل شوی و چې فساد په کې کم دی.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Кристина Агилера в боди вышла на сцену после похудения




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Киев

Зеленский объяснил, почему не хочет приглашать РФ на «саммит мира»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России