پولیس وايي د بلوڅ ځوان د وژنې په تور پر ۴ پولیسو مقدمه درج شوې ده
د مقدي یوه کاپي مشال راډیو ترلاسه کړې چې پکې د بالاچ بلوڅ په نامه د وژل شوي ځوان پلار مولا بخش ویلي چې ځوی یې سي ټي ډي پولیسو نیولی وو او بیا یې د درې نورو کسانو سره په جعلي مقابله کې وژلی دی.