افغانستان او څو نورو هېوادونو کې بشري مرستو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د راتلونکي ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو کې د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ۴۶،۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
په هغه راپور کې چې اوچا نن دوشنبې خپور کړې، افغانستان د نړۍ د هغو پنځو هېوادونو په کتار کې ځای شوی چې وګړي یې تر ټولو زیات بشري مرستو ته اړ دي.
راتلونکې کال په افغانستان د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د درېیو میلیارد ډالرو غوښتنه شوې او ویل شوي چې سږ کال د بودیجې د کمښت له کبله په دې هېواد کې لس میلیون وګړي د مې او نومبر میاشتې ترمنځ د خوراکي موادو له مرستې بې برخې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږه کوونکي مارټین ګریفیټس ژوره اندېښنه ښکاره کړې چې که د راتلونکي کال لپاره لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي نو به اړو خلکو ته د ژوند ژغورنې مرستې ونه رسولی شي.
هغه زیاته کړه، که د زیانګالو خلکو لاسنیوي ونه کړي نو به دوی خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې له ۲۹ میلیونه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.