Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2023

د پاکستان بشري حقونو کمېشن له ریاسته د انساني حقونو د تروړنې مخنیوی وغوښت

0
د پاکستان بشري حقونو کمېشن له ریاسته د انساني حقونو د تروړنې مخنیوی وغوښت

د پاکستان بشري حقونو کمېشن وايي ریاست دې د جبري لادرکيوو، پر رسنيوو د محدوديتونو، د بیان ازادي خلاف کړنواو په زور د مذهب بدلولو مخنيوي لپاره ګامونه واخلي. 

دې کمېشن د دیسمبر پر لسمه په نړۍ کې د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت،  دکراچۍ په ارټس کونسل کې يوه غونډه وکړه. په غونډه کې د بشري حقونو ګڼو فعالانو ګډون درلود. دوی په خپلو ويناوو کې وويل چې نړۍ د بشري حقونو ورځ لمانځي خو په پاکستان کې ډيری خلک انساني حقونه نه لري.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن مرستيال مشر اسد بټ په خپله وينا کې وويل چې په دغه هېواد کې له بشري حقونو سرغرونې زياتې شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په جبري توګه د خلکو لادرکه کول، د وينا په ازادۍ بنديز لګول، په ځايي رسنيو فشار اچول، خبريالان لادرکه کول، په سياستوالو محدودیتونه او په زور مذهب بدلول اوس هم دوام لري. خوارېکښ حقونه نه لري. څوک چې پر دې مسایلو غږيږي او مخنیوی یې غواړي، پر هغوی د غدارۍ تورونه لګېږي او پر ضد یې مقدمې جوړېږي. په دې هيواد کې هرغيرقانونه کار په قانون بدل شوی. د ژوند کولو ازادي نشته. دا زموږ دنده ده چې [د بشري حقونو د تروړنې] پر ضد مزاحمت وکړو."

د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت د پاکستان نګران حکومت هم ګڼ بیانونه خپاره کړي دي. رسنيوو ته په لېږل شويو، دې بیانونو کې د نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ له خولې ويل شوي د پاکستان ریاست به پر کور دننه او په نړیواله کچه د بشري حقونو لپاره خپلې هلې ځلې جاري ساتي. 

جبري لادرکۍ

په کراچۍ کې د بشري حقونو د غونډې ګډونوالو د پاکستان پر نګران حکومت غږ وکړ چې په بلوچستان کې دېد جبري لادرکیوو او ماوری عدالت قتلونو د مخنيوي لپاره کړې وعدې پوره کړي. دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې د بشري حقونو د فعالانو او په زور د لادرکه کسانو کورنيوو ۱۹ ورځې مخکې پيل کړی هغه احتجاج نن (د دیسمبر پر یوولسمه) هم روان دی چې دوی د ماورای عدالت وژنو پر ضد پیل کړی دی.

دا احتجاج د بلوچ قومي يکجهتي کونسل تر سیوري لاندې کېږي. دې کونسل پر اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې پولیسو په ځينو ځایونو کې تشدد کړی چې له وجې یې کوټې ته روانو لاریونوالو کې ځينې مېرمنې بې هوشه شوې وې. 

له تربته کوټې ته د احتجاج په ډول روان، دا مظاهره چيان غوښتنه کوي چې د پاکستان امنيتي ځواکونه دې د خلکو غيبول ودروي، حکومت دې د بشري حقونو په ورکولو سره لادرکه خلک عدالتونه ته وړاندې کړي، د ماورای عدالت قتلونه لړۍ دې بنده شي او د نومبر پر ۲۳مه، د امنيتي ځواکونو په لاس د وژل شويو کسانو قاتلينو ته دې سزا وشي.

د نومبر پر ۲۳مه د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د څلورو مړيو تصویرونه خپاره کړي وو او دعوه یې کړې وه چې هغوی وسله وال دي او په تربت کې یې د عملياتو په وخت وژلي. خو بلوچ یکجهتي کونسل وايي چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو په لاس جبري ورک شوي خلک دي چې په عدالتونو کې یې قضیې روانې وي او يو تن، بالاچ مولابخش، خو يوې اورېدنې ته حاضر شوی هم وو.

د د دیسمبر پر نهمه، د بلوچستان په تربت کي پولیسو وويل چې د مولابخش د وژنې په تور یې د ترهګري ضد ادارې د څلور غړو په ضد مقدمه دایر کړې ده. د مقدمې یوه کاپي مشال راډیو ترلاسه کړې چې پکې د وژل شوي ځوان پلار مولا بخش ویلي چې زوی یې په پولیسو کې د ترهګرۍ ضد څانګې نیولی وو او بیا یې له درې نورو کسانو سره په جعلي مقابله کې وژلی دی. پولیسو تر دې مخکې د دغې مقدمې له درجولو انکار کاوه.

رسنۍ او د بیان ازادي

د پاکستان بشري حقونو کمېشن په غونډه کې د کراچۍ پوهنتون د عامه اړيکو استاد او فعال، توصیف احمد خان وويل چې په دغه هېواد کې خلک په ايين کې ورکړل شوي حقونه نه لري. هغه زیاته کړه چې پر امنيتي پالیسيوو نیوکې نه شي کېدلی نو ځکه د بیان ازادۍ او ازادو رسنيوو مفهوم ختم شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په تيرو ۷۵ کلونو کې په هرجهموري او پوځي حکومت کې پر رسنيو نوي بنديزونه لګېدلي دي چې تر اوسه دا لړۍ روانه ده. هغه وويل:  "دا وخت دبشري حقونو تر ټولو ډېرې سرغړونې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې کيږي. څوک چې په دې اړه د خبر ورکولو هڅه کوي، هغه هم لادرکه کوي."

ډاکټر توصيف احمد خان زياته کړه چې پر ورځپاڼو او ټيليويژنونو د یو شمير محدودیتونو تر څنګ پر ټولنیزو رسنیوو هم بندیزونه لګېدلي دي. د پاکستان بشري حقونو کمېشن ويلي‌چې حکومت ځينې ویبپاڼې بندې کړې دي او ځيني خبریالان نیول شوي دي. 

افغان کډوال

د پاکستان بشري حقونو کمېشن لخوا په جوړې شوې غونډه کې ويناوالو د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړي. دوی پر نګران حکومت وکړ چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهير ودروي او پاتې کډوال دې نه ځورول کېږي.

د غونډې پر مهال د افغان کډوالو وکيلې منيزه کاکړ مشال راډیو ته وويل چې باید بې اسناده افغانانو ته د راجسټرېشن موقع ورکړل شي. "په نړيوال قانون کې په خاصه توګه د هغو کډوالو حقونه خوندي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو لخوا د حکومت تر نيولو وروسته له افغانستانه پاکستان ته د پناه لپاره راغلي ول. هغوی ته چې د راجسټرېشن کومه موقع نه وه ورکړل شوې، بايد پاکستان هغوی ته دا موقع ورکړي او د ایستلو سلسله دې یې ودروي."

د پاکستان نګران حکومت د نومبر له لومړۍ نيټې راهیسې د بې اسناده بهرنيانو چې زیاتره يې افغانان دي، په زوره ايستلو بهير پیل کړی دی. حکومت دريځ لري چې دا ګام يې د امنیتي اندېښنو له کبله پورته کړی دی. يوشمېر افغانانو تور پورې کړی چې د ستنېدو پر مهال يې پولیس ځوروي خو حکومت دغه تورونه ردوي.





Губернаторы России
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов





Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Суд Петербурга взыскал 5,3 млн рублей за вздувшийся паркет в квартире Волочковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»


WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России