سور صلیب په افغانستان کې پر زرګونو بندیانو ژمني وسایل ویشلي
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې زرګونو بندیانو ته د ژمني وسایلو د ویشلو خبر ورکوي.
د دې کمېټې د افغانستان څانګې نن دوشنبې په ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دغه اقدام یې د دې لپاره کړی چې ژمی راروان دی او په سړو کې بندیان هیر نه شي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، پر۱۷زره او ۸۰۴ بندیانو یې ژمني کېټونه چې په کې شړۍ، پټوګان او جرابې شامل دي، ویشلي دي.
دې کمېټې ویلي، د دغو مرستو له ویشلو یې هدف دا دی چې له ټولو بندیانو سره له دې پرته چې پر کومو دلایلو توقیف شوي، د انساني چلند ډاډ ترلاسه شي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې نه دي ویلي چې دغه ژمنۍ مرستې یې د افغانستان په کومو زندانونو کې پر بندیانو ویشلي، خو د راپورونو له مخې تر ټولو ډېر بندیان د کابل په پلچرخي زندان کې ساتل کېږي چې اکثره وختونه یې د اوسېدو له ناوړه شرایطو سر ټکولی دی.