د روسیې د سایبریا په ځینو سیمو کې برښنا پرې شوې
د روسیې په سایبریا سیمه کې سختې یخنۍ په یو شمېر سیمو کې برښنا پرې کړې ده.
د دې سیمې په یو شمېر ښارونو کې تودوخه د سانتي ګراد په کچه منفي څلوېښت ثبت شوې ده.
د سایبریا په یاکوتیا سیمه کې بیا یخني ترمنفي ۶۰ درجو رسېدلې.
د رویترز آژانس د راپور له مخې د کراسنا یارسک په سیمه کې یو کس چې ګازي جنراتور یې کاراوه، د کاربن مونوکسایډ ګاز له امله مړ شوی دی.
د تېرې اوونۍ په پای کې د یخنۍ له امله د ایرکوتکس سیمې په یو شمېر ښارګوټو او کلیو کې برښنا پرې شوې وه.
د روسیې د هوا پېژندنې ملي ادارې وړاندوینه کړې وه چې د روسیې په اروپایي برخه اورالز او سایبریا کې د ډسمبر د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به یخني زیاته شي.
خو د راپور له مخې دې ته په پام چې په وروستیو کلونو کې د اقلیم د بدلون له امله چې د لرغونو کنګلونو د ویلې کېدو لړۍ تېزه شوې، تر منفي پنځوس درجو پورې یخني ډېره عامه نه ده.