اقبال سینګ؛ له خونړۍ حملې تر جلا وطنۍ
اقبال سینګ په ۲۰۱۸م کال کې په جلال اباد ښار کې پر هندوانو او سیکانو له خونړۍ حملې ژوندی پاته شو خو وايي چې دا پېښه یې تر اوسه په اضطراب کې ساتي. دی چې له دې حملې ورته د رسېدلو ټپونو نښې راښيي، وايي، د ژوند تر ټولو ځوروونکې پرېکړه یې دا وه چې خپل هیواد پریږدي. .