"که پوهنتون خلاص وای، اوس به فارغه شوې ومه"، یو کال لرې له تحصیله
![](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a784-08dc010d08d9_tv_w800_h450.jpg)
نن د ډسمبر ۲۰مه په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړل کېدو یو کال پوره شو.
کال وړاندې په همدې ورځ طالبانو د یو فرمان په صادرولو سره د نجونو پر مخ تر بل امره پورې د پوهنتونو دروازې وتړلې.
خو په دې تېر یو کال کې له پوهنتونه محرومې نجونې په څه وضعیت کې وې؟ دوی په کورونو کې په څه بوختې وې؟