د بشري حقونو کمېشن پر بلوڅ لاریونوالو د پولیسو تشدد او د هغوی نیول غندلي دي
د اسلام اباد پولیسو د خبریالانو مرکز مخې ته د لاریونوالو احتجاجي کیمپ ړنګ کړ او له هغه ځایه یې هم څو تنه ونیول. پوليسو ويلي چې مظاهرچیانو پر ۲۶م نمبر چونګۍ او داراز په ايوب څلور لاره کې "پولیس په کاڼو وویشتل" نو ځکه یې لسګونه کسان ونیول.