نهه اروپايي هېوادونو د ناټو په سازمان کې د اوکرايين د غړيتوب د هڅو ملاتړ وکړ
د اروپا د ختیځ ۹ هېوادونو په ناټو سازمان کې د اوکرايین د بېړني غړیتوب د هڅو ملاتړ وکړ. دوی د ناټو له لوېدیځو متحدانو وغوښتل چې اوکرايین ته د روسیې د غیر موجه یرغل په وړاندې جګړه کې وسلې او دفاعي تجهیزات ورکړي. په دغه اړه پرون د چک جمهوریت، ایستونیا، لتویا، پولند، رومانیا، لیتوانیا، سلواکیا، شمالي مقدونیا او مونتی نګرو مشرانو یوه اعلامیه لاسلیک کړه. ناټو ۳۰ غړي لري او د هر بل هېواد غړیتوب ته باید ټول دغه هېوادونه مثبته رایه ورکړي.