په بدخشان کې زلزله شوې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۴ اعشاریه ۷ درجې و، نن سهار وختي د افغانستان په بدخشان ولایت کې احساس شوه. د هند د زلزله پېژندنې ملي اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د فیض اباد ښار د شمال ختیځ په ۲۸۵ کیلومترۍ کې تر مځکې ۱۰۷ کیلومتره لاندې و. د دې ادارې پر اساس، دا په تېرو ۸ ورځو کې په دې سیمه کې درېیمه زلزله ده. پرون هم په بدخشان ولایت کې د ریښتر په کچه ۴ اعشاریه ۲ درجې زلزله ثبت شوه. د روان مارچ په دوهمه نېټه د افغانستان او تاجکستان په بدخشانونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوې وو. تراوسه... Читать дальше...