Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 11.03.2023

په بلخ کې چاودنې مرګژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په بلخ ولایت کې یوې چاودنې یو شمېر خبریالانو ته مرګژوبله اړولې ده. په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې کسه وژل شوي او لس کسه خبریالان ټپیان دي. د نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو کسانو هویت له تر اوسه معلوم نه دی چې خبریالان دي که نه. په بلخ ولایت کې یو شمېر سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي، دغه چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د مزارشریف ښار دویمه امنیتي حوزه کې اړوند د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال شوې ده. Читать дальше...

په عراق کې د خټو تنورونو جوړولو هنر لا هم ژوندی دی

Mashaalradio.com 

د عراق په موصل ښار کې له پیړیو راهیسې د مشهورې ډوډۍ پخولو لپاره، له خټو جوړ دودیزو تنورونه کاريږي. دا تنورونه د ډوډۍ ترڅنګ د غوښې او کبانو پخولو لپاره هم کارول کېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د طالبانو مشر د کندهار والي د بلخ ولایت سرپرست په توګه ګمارلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د کندهار والي محمد یوسف وفا د بلخ د سرپرست والي په توګه ګمارلی دی. باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، نن سهار لیکلي، محمد یوسف وفا به د بلخ لپاره د نوي والي تر ټاکل کېدو دا دنده مخته یوسي. د بلخ مخکېنی والي محمد داوود مزمل د پنجشنبې په ورځ د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې ووژل شول. د دې برید مسوولیت داعش ډلې ومانه.



په سرپل کې پر دوو نجونو د جنسي تېري د ادعا څېړنه غوښتل شوې

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، هغه ادعا دې هر څه ژر وڅېړل شي چې په سرپل ولایت کې یوې مېرمنې ویلي، په دوه لوڼو یې طالب وسله‌والو جنسي تېری کړی دی. وروستیو دوه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې یوه مېرمن ادعا کوي چې طالب وسله‌وال یې د فبرورۍ په اته ویشتمه نېټه کور ته ننوتي او په دوه لوڼو یې ورته جنسي تېری کړی دی. طالبان تر اوسه د دې پېښې په اړه چپ دي. خو د بخښنې نړیوال سازمان وايي، طالب چارواکي باید د دې قضیې د غندنې ترڅنګ سمدستي د تورونو په اړه خپلواکه، شفافه او بې پرې څېړنه وکړي. Читать дальше...

ایران په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ته ۹۰۰ افغان بندیان سپارلي

Pa.azadiradio.com 

د یو شمېر راپورونو له مخې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ایران نهه سوه افغان زندانیان افغانستان ته سپارلي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته ویلي چې تمه ده نور افغان زندانیان به هم له ایرانه افغانستان ته انتقال شي. د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې وروستۍ ډله زندانیان د پنجشنبې په ورځ اسلام کلا بندر ته ورسېدل چې شمېر یې یوسل او یو اتیا تنه و. پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي واکمنۍ راوروسته ګڼ افغانان ایران ته په غیرقانوني لارو کډوال شول چې یو شمېر یې د اسنادو د نه لرلو په تور زنداني شوي دي.

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلو تر منځ د سیالیو مهالوېش کې بدلون راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورونو د درېیو لوبو مهالوېش رامخته کړي. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلي چې د دې لوبو لړۍ یوه ورځ رامخکې شوه او اوس به لومړۍ لوبه د مارچ په ۲۴مه وي، دویمه به د مارچ په ۲۶مه او درېیمه به د مارچ په ۲۷مه په شارجه کې ترسره شي. مخکې دا لوبې د مارچ په ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه پلان شوې وې.

د امریکا ځانګړې استازې: افغان ښځینه قاضیانې باید هېرې نه شي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، افغان ښځینه قاضیانې باید هیرې نه شي. رینا امیري دا خبره پرون په نړۍ کې د ښځینه قاضیانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ټویټر کې خپره کړه. امیري وایي چې اوس افغان ښځینه قاضیانې په کورونو ناستې دي او د هغو کسانو له ګواښ سره مخامخ دي چې پخوا بندیان شوي دي. د طالبانو تر بیا واکمنۍ مخکې د افغانستان په حقوقي نظام کې تر دوه سوه پنځوس ډېرې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې وې.

اوکراین جګړه؛ کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو پر وارداتو بندیز ولګاوه

Pa.azadiradio.com 

کاناډا د روسیې د المونیم او فولادو د ټولو تولیداتو پر وارداتو بندیز ولګاوه. د کاناډا مالیې وزیر کرسټیا فریلنډ پرون په یوه بیان کې وویل، اوکراین دا کولای شي چې دا جګړه وګټي او توان یې لري. فریلنډ زیاته کړه چې اوتاوا به د پوتین د غیرقانوني او وحشي یرغل د تمویل د مخنیوي لپاره هره هغه هڅه وکړي چې په وس کې یې وي. روسیې پروسږ کال د فبروري په وروستۍ اونۍ کې پر اوکراین خپل غیرموجه برید پيل کړ چې لا هم دا جګړه روانه ده.

د ایټالیا سمندري ځواکونو د کډوالو درې کښتۍ له ډوبېدو وژغورلې

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا سمندري ځواکونو د کډوالو درې کښتۍ چې نږدې ۱۳ سوه کسان په کې وو له ډوبېدو وژغورلې. دې ځواکونو یو لړ تصویرونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې په دې بېړیو کې نږدې دیارلس سوه کسان له ترکیې راروان شوي وو چې پرون د مدیترانې په اوبو کې له ستونزو سره مخامخ شول. ایټالیایي ځواکونه وایي چې دا کډوال یې په سخته وژغورل ځکه چې د دوی شمېر زیات و. دوې اونۍ مخکې په مدیترانې کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله چې یوسل او اتیا تنه په کې سپاره وو لږ تر لږه یو نوي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډیپلومات: اوبو کې د افغان مېرمنې ډوبېدو له یو ملت سره د شوې ناځوانۍ سمبول په ډاګه کړ

Pa.azadiradio.com 

ډیپلومات: ډیپلومات خپرونې پرون په دې عنوان لیکنه خپره کړې په سمندر کې د یوې افغان مېرمنې ډوبېدو له یوه ملت سره د شوې ناځوانۍ سمبول په ډاګه کړ. د خپرونې اشاره ۴۲ کلنې افغان خبریالې تورپېکۍ امرخېل ته وه چې د اروپا په نیت یې روانه شوې کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه، هغې او شاوخوا ۶۰ نورو کسانو ساه ورکړه. د ایټالیا سواحلو ته څېرمه د کښتۍ د ډوبېدو په دې پېښه کې چې د روانې کب/حوت میاشتې پر اوومه وشوه، د مړو افغانانو شمېر ۳۲ ته رسېږي. د ډیپلومات په لیکنه، تورپېکۍ امرخېل له څه باندې ۲۰۰ افغان، ایراني او... Читать дальше...

ایران او سعودي عربستان د اړیکو د ښه کېدو موافقه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران او سعودي عربستان استازو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو موافقه وکړه. له تېرو دوو کلونو راهیسې یو ځل عراق او بل ځل عمان د ایران او سعودي عربستان د چارواکو کوربانه وو چې اړیکې یې عادي شي، خو اوس د چین په کوربتوب تهران او ریاض تړون لاسلیک کړ چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې به همکارۍ سره کوي. د ایران او سعودي عربستان تر منځ اووه کاله اړیکې کړکېچنې وې. د رویټرز اژانس د راپور له مخې دې روابطو چې له دښمنۍ ډک و د فارس خلیج امنیت او ثبات تهدیداوه او د دې سبب شوي وو چې له یمنه تر سوریې شخړې ورسره تودې شي. Читать дальше...

د نوي ښوونیز کال پیل؛ اندېشه: تر ۶ میلیونه ډېر ماشومان له زده کړو محرومېږي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازی وایي چې په نوي ښوونیز کال کې به تر شپږ میلیونه ډېر افغان ماشومان له زده کړو محروم شي. نصیر احمد اندېشه دا خبره په جینوا کې د ماشومانو د زده کړو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه. نږدې نولس میاشتې وشوې چې طالبانو کابل نیولی دی، خو د نجونو ښوونځي یې له شپږم ټولګي پورته بند کړي او وایي چې تر بله امره پورې به بند وي، خو دا امر لا نه و راغلی چې د نجونو پر مخ یې د پوهنتون دروازې هم وتړلې. په افغانستان کې د میلیونونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو ته... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Любовь Аксенова, Олег Трофим, Сергей Шнуров и другие на премьере фильма «Майор Гром: Игра»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске


Камила Джорджи

Экс‑теннисистка Джорджи обвиняется в краже мебели и ковров на €100 тысяч — СМИ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Потерялась в изменах. Жена главного цыгана Сличенко рассказала об их браке



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России