Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 14.03.2023

جنوبي کوریا: شمالي کوریا له خپلو ختیځو سمندر غاړو یو بالستیک توغندی توغولی

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا پوځ وایي، شمالي کوریا نن له خپلو ختیځو سمندر غاړو څخه یو بالستیک توغندی توغولی دی. د توغندي د واټن او نورو جزییاتو په اړه سملاسي معلومات نه دي ورکړل شوي. تر دې دوه ورځې وړاندې شمالي کوریا له یوه اوبتل څخه دوه کروز توغندي په ازمایښتي ډول توغولي وو. شمالي کوریا دا پوځي اقدامات داسې مهال کوي چې امریکا او جنوبي کوریا پرون دوشنبه له څو کلونو راهیسې تر ټولو پیاوړي ګډ ۱۱ ورځنې پوځي تمرینات پيل کړل.

ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش یوځل بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار کړی. ګوټېرېش پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو په ګډون یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له تولنیز ژوند څخه څنډې ته شوي او عملاً په کورنیو زندانونو کې بندیانې دي. هغه افغانستان ته د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد او د ښځو د برخې د مشرې سیما باهوس وروستي سفر او د طالبانو له مشرانو سره د هغوی لیدنو کتنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل د دوی دا سفر په ډېرو ستونزمنو شرایطو کې له ښځو سره د ملګرو ملتونو تعهد ښيي. Читать дальше...

طالبانو افغان خبریال 'قدرت الله ترار' خوشې کړی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي چې په خوست کې افغان خبریال قدرت الله ترار د طالبانو له بنده خوشې شوی دی. د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه بیان کې چې بېګا خپور شو په خوست کې د خپلو سرچینو په حواله له درېیو میاشتو بند وروسته د ترار د خوشې کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې نوموړی د ځینو ملاحظاتو له کبله نه غواړي د خوشې کېدو خبر یې رسنیز شي. قدرت الله ترار د زرغون تلوېزیون خبریال دی چې د لړم په شلمه د طالبانو له خوا ونیول شوی او وروسته پلازمېنې کابل ته انتقال شو. د طالبانو حکومت نه د هغه د نیولو په اړه څه ویلي و، او نه یې اوس د هغه د خوشې کېدو په اړه څه ویلي.



افغان کرکټ بورډ: ملي لوبډله له پاکستان سره لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ملي لوبډله له پاکستان سره د راروانې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په ۲۴، ۲۶ او ۲۷مه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د افغانستان په کوربه توب درې شل اووریزې لوبې وکړي. د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر خپله فېسبوکپاڼه د ملي لوبډلې د لوبغاړو او مرستیال روزونکي د پیغامونو په خپرولو سره دې لوبلړۍ ته د خپل چمتووالي خبر ورکړی. د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رییس خان احمدزي ویلي چې افغان لوبغاړي لازم چمتووالی لري. هغه وویل... Читать дальше...

په بخموت کې د اوکرایني او روسي سرتېرو تر منځ درنې جګړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې په بخموت ښار کې یوځل بیا د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ درنې جګړې وشوې. اوکرایني سرتېرو پرون د دونېڅک په لویدیځ اړخ کې د واګنر په نوم د روسيې د اجیرو ملېشو پر وړاندې مقابله کوله. د اوکراین د پلیو ځواکونو قوماندان جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون د مارچ ۱۳مه وویل چې د واګنر ملېشو له څو استقامتونو څخه پر دوی بریدونه کوي څو د دوی دفاعي لیکې ماتې کړي. خو جنرال سیرسکي زیاته کړه چې د دوی ځواکونو د روسیې اجیرو سرتېرو ته درنه مرګژوبله اړولې ده. څارونکي اټکل کوي چې اوکرایني... Читать дальше...

واشنګټن پوسټ: د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داعش خپلو حملو ته زور ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه واشنګټن پوسټ: د اسلامي دولت ډلې د افغانستان په شمال کې د شیعه ګانو پر مرکز د برید مسوولیت ومانه، امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې ده. د طالبانو چارواکو ویلي چې د بلخ په مرکز مزارشریف کې د تبیان پر فرهنګي مرکز د شنبې د ورځې په برید کې یو تن وژل شوی او د خبریالانو په ګډون اته تنه ټپیان شوي دي، خو د رسنیو ملاتړیو بنسټونو ویلي چې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او شپاړس تنه ټپیان شوي دي. د اسوشېټېډپرېس په راپور چې واشنګټن... Читать дальше...

د ایران په یوه زندان کې پر مخکښ سیاستوال 'مصطفی تاجزاده' حمله شوې

Pa.azadiradio.com 

د ایران مخکښ اصلاح غوښتونکی سیاستوال مصطفی تاجزاده چې اوسمهال د تهران په ایوین زندان کې بندي دی وایي چې د زندان ساتونکو پر ده او د ده د خونې پر ملګرو له دې کبله حمله وکړه چې په ایران کې د رژیم د بدلون په اړه یې د اپوزیسیون د مشر میرحسین موسوي د څرګندونو ملاتړ کړی. موسوي او د مدني ټولنو ډلو تېره میاشت په یوه طرح کې په ایران کې د اوسني دیکتاتور رژیم پرځای د ډیموکراسۍ د ټینګښت غوښتنه وکړه. ۶۵ کلن تاجزاده په یوه لیک کې لیکلي چې پر ده او د ده پر ملګرو سعید مدني او حسین رزاق وروسته له هغه برید وشو... Читать дальше...

د اسکار د جایزو وېش مراسم؛ ملالې یوسفزۍ د ملکې ثریا ګاڼې اغوستې وې

Pa.azadiradio.com 

د اسکار د جایزو د وېش مراسم هر کال په زړه پورې حاشیې لري. سږ کال په دې مراسمو کې د نورو په زړه پورې مسایلو ترڅنګ د نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ ځلېدونکو جامو او ګاڼو ته د خلکو پام اوښتی و. د نجونو د تعلیم د حق مدافع او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د یکشنبې په شپه د اکاډیمي اېوارډ یا اسکار جایزو د وېش په مراسمو کې د ملکې ثریا ګانې اغوستې وې. ملکه ثریا چې د افغانستان د استقلال د ګټونکي غازي امان الله خان مېرمن وه، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو لپاره د کار په سمبول بدله شوې ده. Читать дальше...

اوچا: د اقتصادي کمزورۍ له کبله د افغانانو د پورونو کچه کې زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د زیاتېدونکې اقتصادي کمزورۍ له کبله د افغانانو د پورونو په کچه کې زیاتوالی راغلی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې د افغانانو د پورونو په کچه کې د ۲۰۱۹ کال پرتله په سلو کې ۵۰۰ زیاتوالی راغلی دی. اوچا پر خپل ټویټر په یوه معلوماتي دیاګرام کې چې بېګا خپور شو، له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پورونو د زیاتېدو پرتلنه کړې. په... Читать дальше...



Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

В Екатеринбурге одиннадцатиклассники прощаются со школой под песни Басты: онлайн




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Производство инновационных биотехнологических лекарств появится в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России