Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 15.03.2023

پاکستان کې د "ډېجیټل" سرشمېرنې او کورشمېرنې بهیر څنګه روان دی؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د مارچ له لومړۍ نېټې څخه پیل شوې "ډېجیټل سرشمېرنه" روانه ده چې پکې کارکوونکي کور په کور ګرځي. دا د پاکستان لومړۍ برېښنايي او کمپیوټري سرشمېرنه ده. په دې ویډیويي رپورټ مو د پښین په کلیواله او د مردان په ښاري سیمو کې د سرشمېرنې او کورشمېرنې بهیر ته کتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان: متحده‌عربي اماراتو ۲۷۰۰ افغانان په غيرقانوني ډول توقيف کړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده‌عربي اماراتو د څه باندې ۱۵ میاشتو لپاره د شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوالو د غیرقانوني توقیف تور لګولی. دا افغانان چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال له افغانستانه وتلو ته اړ شوي په اماراتو کې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري. د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، ډېری افغان کډوال چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې دېره دي، ژور خپګان او نورې رواني ناروغۍ لري، مدافع وکیلان نه‌لري او ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي. راپور... Читать дальше...

فراه کې د تار د توليد يوه فابريکه چې مېرمنې يې مخته وړي

Pa.azadiradio.com 

فراه کې د ښځو يوه ډله چې د تېر يونيم کال موده کې بې‌کاره شوي دي، اوس مهال د تار د توليد په يوه کوچنۍ فابريکه کې کار کوي. وروسته له هغه چې طالبانو په دولتي ادارو او مؤسسو کې د ښځو پر کار بنديز ولګاوه، زرګونه افغان مېرمنې بې‌کاره شوې. نور په دې ويډيو کې:



ارزګاني کروندګر: که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره شي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان ولایت یو شمېر کروندګر او ځايي اوسېدونکي وايي، سږ کال د اورښتونو نشتون اندېښمن کړي دي. دوی وايي، د دغه ولایت نږدې د ټولو خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او په خبره يي که اورښتونه ونه‌شي لوږه به ډېره او خلک به له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره یا اوچا په خپل یوه تازه راپور کې وایي، په دې هېواد کې د اړمنو کسانو شمېر د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې له ۱۸،۴ ملیون تنو، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۴،۴ ملیون تنو او اواوس ۲۸،۳ ملیون وګړو ته رسیږي. ... Читать дальше...

ايران کې د 'سوري' دوديزې مېلې پر مهال خلکو د حکومت ضد شعارونه ورکړي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د پلازمېنې تهران په ګډون په ځینو ښارونو کې د نوروز په درشل کې د چارشنبه سوري له دودیزې مېلې سره په یو وخت کې د خلکو د اعتراضونو او د اسلامي جمهوریت پر ضد د شعارونو خبر ورکړل شوی. پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې چې بېګا خپرې شوې ښکاري چې، د تهران په تهرانپارس، سعادت اباد، نظام اباد او نورو سیمو کې خلک راټول شوي وو. په دې غونډو کې ښځه، ژوند، ازادي، مړ دې دیکتاتور، مړ دې وي خامنه يي او نور شعارونه ورکړل شول. د راپورونو له‌مخې په تهران کې ښځو د جبري حجاب په غبرګون کې خپلو پوړنو ته اور واچاوه. Читать дальше...

د تروريزم نړيوال انډيکس راپور: افغانستان کې د تروريستي حملو شمېر کم شوی

Pa.azadiradio.com 

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې، په افغانستان کې د تروریستي حملو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو برعکس په پاکستان کې د دې ډول حملو شمېر ۱۲۰ سلنه زیات شوی. د تروریزم د نړیوال انډیکس د راپور له‌مخې چې پرون د مارچ په ۱۴مه خپور شو او د تېر ۲۰۲۲ کال پېښې رانغاړي په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د تروریستي بریدونو او په هغوی کې د مړینو شمېر په ترتیب سره له ۷۵ څخه تر ۵۸ سلنې پورې کم شوی. خو په راپور کې راغلي چې، له دې سره سره افغانستان لاهم د څلورم پرله‌پسې کال لپاره له تروریزم څخه تر ټولو زیات زیانمن شوی هېواد دی. Читать дальше...

د پولنډ صدراعظم: ښايي نږدې راتلونکي کې مېګ۲۹ الوتکې اوکراين ته وسپارو

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ صدراعظم وايي چې، حکومت یې ښايي په نږدې راتلونکي کې د پخواني شوروي اتحاد پر مهال جوړې، مېګ ۲۹ جنګي جټ الوتکې اوکراین ته وسپاري. ماتیوز موراویڅکي Mateusz Morawiecki پرون (د مارچ ۱۴مه) وویل، وارسا ښايي په راتلونکو څلور یا شپږو اوونیو کې دا الوتکې اوکراین ته ورکړي، خو هغه دا ونه ویل چې ایا په دې برخه کې کوم نړیوال ايتلاف هم شته چې ملګرتیا ورسره وکړي که نه. پولنډي مشرانو تېره اوونۍ وویل چې، اوکراین ته د جنګي جټ الوتکو سپارل به یوازې د یو پراخ نړیوال ايتلاف په چوکاټ کې ترسره شي. سلواکیا... Читать дальше...

زلنسکي: ټول پوځيان مو د اوکراين ختيځې برخې دفاع ته چمتو دي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ولودمیر زلنسکي وايي د اوکراین جګپوړي پوځي قوماندانان ټول په یوه خوله د اوکراین د ختیځ د هغې برخې دفاع ته چمتو دي چې کلابند بخموت ښار هم په‌کې شامل دی. ښاغلي زلنسکي په خپله بېګانۍ ویډیويي وینا کې وویل، د پوځي قوماندې په پرونۍ غونډه کې اصلي تمرکز پر بخموت ښار و. هغه زیاته کړه چې د ده د پوځي قوماندانانو واضح دریځ دا و، چې د ختیځ جبهه به پیاوړې کوي او د هغه په وینا اشغالګر به تر وسې وسې ځپي. روسیې پرون د اوکراین پر کراماتورسک ښار د توغندي خونړی برید وکړ او اوکرایني او روسي ځواکونه پر بخموت... Читать дальше...



نن د افغانستان او بنګله‌دېش کم‌عمره ځوانان دويمه يوه ورځنۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د افغانستان او بنګله‌دېش تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې نن خپله دویمه پنځوس اووره مسابقه وکړي. دواړه ټیمونه به په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وخت نهه نیمې بجې سره مخامخ شي. د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د دوشنبې په ورځ بنګله‌دېش ته ماتې ورکړې وه.

چين د ګرځندويانو پر مخ خپلې پولې بېرته پرانيزي

Pa.azadiradio.com 

چین په پام کې لري، چې د ګرځندویانو پرمخ خپلې پولې بېرته پرانیزي او سر له نن چهارشنبې د ټولو ویزو ورکول بیا پیل کړي. د کرونا د وبا له کبله شا و خوا درې کاله دا پروسه ځنډېدلې وه او اوس چین هڅه کوي چې خپله ګرځندويي او اقتصاد بېرته په پښو ودروي. چین له وروستیو لویو هېوادونو یو دی، چې د ګرځندویانو پرمخ خپلې پولې بېرته پرانیزي. پرونی اعلان داسې وخت وشو، چې دغه هېواد په فبروري میاشت کې د کرونا وبا په وړاندې د قاطع بریا اعلان وکړ. له نن چهارشنبې د هر ډول ویزو ورکول بیا پیلېږي، دغه راز د هینان ټاپو... Читать дальше...

سوماليا کې د ځانمرګي بريد له امله ۵ کسان وژل شوي او ۱۱ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د سومالیا په جنوب کې په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او د یوه محلي چارواکي په ګډون ۱۱ نور ټپیان شول. د دغه بريد چې پرون ترسره شو، مسوولیت يې د الشباب افراطي ډلې منلی دی. د پولیسو یوه قوماندان حسین عدن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په چاودېدونکو موادو ډک موټر پر یوه مېلمستون ور ويستل شو، چې دولتي چارواکي په‌کې اوسېږي. په چاودنه کې د مېلمستون ډېره برخه ویجاړ شوې او په‌کې پنځه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي. الشباب چې له القاعده سره اړیکې لري، له ۱۵ کلونو راهیسې په سومالیا کې د مرکزي حکومت په وړاندې وژونکې حملې کوي.

ترکيه کې اورښتونو د زلزلې له امله بې‌ځايه شويو ته ستونزې جوړې کړي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په جنوب ختیځ کې درنو اورښتونو هغو کسانو ته ستونزې جوړې کړي، چې په سیمه کې د وروستۍ زلزلې له کبله بې‌کوره شوي دي. د DHA خبري اژانس د راپور له‌مخې، د هاتای ولایت په اسکندرن سیمه کې د بارانونو اوبه د خلکو خېمو ته داخلې شوې. د اپوزیسیون سیاستوالې جانان کافتان جي اوغلو ویلي، تر زلزلې میاشت وروسته هم هغسې چې ژمنه شوې وه، په کانتینرونو کې د زیانمنو شویو د مېشتولو لپاره کارونه نه‌دي شوي. په ترکیه او سوریه کې د فبروري میاشتې پر شپږمه یوې زورورې زلزلې تر ۴۸زرو ډېر کسان یوازې په ترکیه کې مړه کړل. Читать дальше...

هرات کې د ښځو او ماشومانو روغتون ته د ناروغانو مراجعه ډېره شوې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه وايي، په هرات کې د مور او ماشوم هغه روغتون ته چې د دې سازمان له‌خوا چلول کېږي، په میاشت کې له بېلابېلو ولایتونو تر ۵۰۰۰ زیات ناروغان ورځي. دغه سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي، د پروفیسور سکینې یعقوبي دغه روغتون د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له‌خوا خپل کارونه مخ ته وړي، چې د ښځو او ماشومانو روغتیايي اړتیاوې پوره کوي. وروسته له هغې چې طالبانو په تېره ډسمبر میاشت کې په غیردولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، دې کار اړو ښځو ته د بشري مرستو رسول او دوی ته... Читать дальше...

ملګروملتونو تېر کال افغانستان کې له ۲۳ مليونه کسانو سره مرسته کړې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېر کال یې په افغانستان کې له هغو ۲۳ ملیون کسانو سره مرسته کړې، چې د خوړو له کموالي سره مخامخ وو. دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي، په دې ډله کې ۱۲ ملیونه ښځې او نجونې هم شاملې دي. د خوړو نړیوال پروګرام په څو ټویټونو کې د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مننه کړې، چې د دوی په څېر د سخاوتمندو شریکانو له برکته دوی دا مرسته کړې ده. پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته اقتصادي رکود او بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د عمران خان د نيولو کشاله؛ د پوليسو او خان د پلويانو ترمنځ شخړه شوې

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ په اخ و ډوب کې د عمران خان ۳۵ پلویان او په لسګونو پولیس ټپیان شوي دي. د تحریک انصاف ګوند پلویانو په ټویټر کې ویډیوګانې خپرې کړي، چې په‌کې پولیس د دې ګوند د غړو د نیولو او ډبولو په حال کې ښکاري. د مارچ میاشتې پر اتمه هم د لاهور په زمان پارک کې د پولیسو او تحريک انصاف پلويانو ترمنځ همداسې شخړې شوې وې. عمران خان ته امر شوی چې، د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د قاضي په وړاندې حاضر شي او د هغو تورونو په باب ځواب ووايي، چې په غیرقانوني ډول د دولتي تحفو د خرڅلاو په اړه دي. Читать дальше...

يو شمېر نړيوالو ادارو افغانستان کې د بشري وضعيت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن په افغانستان کې بشري او د بشري حقونو وضعیت او د ترهګرو ډلو زیاتېدونکی ګواښ د اندېښنې وړ وباله. هغه پرون سه‌شنبه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې سوله او ثبات دې ته اړتیا لري چې باوري، پراخ، ملي ډیالوګ ترسره شي ترڅو قانوني نظم او داسې یو پراخ سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو استازیتوب وکړي. بل‌خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) پرون سه‌شنبه خپله یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان د نړۍ په سطحه له لوی او سخت بشري بحران سره مخامخ دی. Читать дальше...

افغان نجونې پريس اينډ ژورنال ورځپاڼې ته: له درس ويلو او کار کولو پرته د بنديانو په څېر يو

Pa.azadiradio.com 

پریس اینډ ژورنال ورځپاڼه: سکاټلندۍ پریس اینډ ژورنال ورځپاڼې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا لګول شویو محدودیتونو ته کتنه کړې. ورځپاڼه د یو شمېر نجونو له قوله لیکي چې وايي، نه درس ویلای شو نه کار کولای شو، موږ د بندیانو په څېر یو. ورځپاڼه لیکي، د لیندا نورګروف په نوم خیریه بنسټ د برېتانیا له حکومت څخه غوښتي چې له هغو افغان نجونو سره مرسته وکړي چې پوهنتونونه یې بند شوي او د سکاټلند په پوهنتونونو کې یې ومني. د برېتانیا په پوهنتونونو کې د افغان نجونو د منلو چارې د ACRS په نوم اداره سمبالوي... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Арутюнов

Сергей АРУТЮНОВ на своём сольном концерте в Государственном Кремлёвском Дворце презентовал дуэт с Родионом Газмановым. Артисты вместе исполнили хит “Люси”




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Ига Свёнтек

Свёнтек высказалась об акции протеста экоактивистов, выбежавших на корты Рима



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Булат Окуджава

Скульптура в честь Булата Окуджавы появилась в Нижнем Тагиле



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России