Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Март
2023

Новости за 16.03.2023

د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د اته وسله‌‌والو او دوه ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وایي، په جنوبي وزیرستان کې د وسله‌والو پریوه پټن‌ځای د برید او نښتو په نتیجه کې اته وسله‌وال او دوه ماشومان وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان دي. په هغه بیان کې چې پوځ پرون چهارشنبې خپور کړی، دا نه‌ده واضح شوې چې ایا دغه دوه ماشومان د ډزو په تبادله کې وژل شوي دي که څنګه. په بیان کې داهم نه‌دي ویل شوي چې، دغه وسله‌وال په کومې ډلې پورې تړلي و. خو جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي یو اصلي مرکز دی. يادې ډلې په دې وروستیو کې یې د پاکستان پر پوځ او نورو حکومتي اهدافو حملې زیاتې کړي دي.

ايراني چارواکو د اجباري حجاب عملي کېدو لپاره د نويو اقداماتو وړانديز کړی

Pa.azadiradio.com 

ایراني‌چارواکو په دغه هېواد کې د اجباري حجاب د عملي کېدو لپاره د نویو اقداماتو وړاندیز کړی دی. په دغو اقداماتو کې د هغو نجونو او ښځو د پېژندلو او مجازاتو لپاره د څارونکو کمرو د استفادې یادونه شوې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د مظاهرو پر مهال دغه قانون نه عملي کوي. په ایران کې د اجباري حجاب قانون او د نظام یو شمېر نورې تګ‌لارې له تېرې سپتمبر میاشتې راهیسې، چې یوې پيغلې مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه، له پراخو مخالفتونو او اعتراضونو سره مخامخ شوي دي. د ازادي راډيو د ایران څانګې رادیو... Читать дальше...

د پاکستان يوې محکمې د عمران خان د نيولو حکم ځنډولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د لاهور عالي محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان د نیولو حکم ځنډولی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې پرون چهارشنبه له دغه حکم وروسته هغه پولیس بېرته ستانه شوي چې، د لاهور ښار ختیځ کې د عمران خان د نیولو لپاره د هغه د کور شاوخوا ته استول شوي وو. د عمران خان د نیولو د هڅو په ترڅ کې د پولیسو او د خان د پلویانو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي. د عمران خان د نیولو لپاره وروسته تر دې اقدام وشو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کال ترمنځ موده کې چې صدر اعظم و، د هغو... Читать дальше...



د طالبانو حکومت: دوو ورځو کې نږدې پنځه زره افغانان له ايرانه بېرته راستانه شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د روانې اوونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو کې نږدې پنځه زره افغان پناغوښتونکي له ایرانه بېرته هېواد ته ګرځېدلي دي. دغه وزارت پرون چهارشنبه په یوه ټویټ کې ویلي، دغه ۴۹۸۶ افغانان د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستانه شوي. بل لورته دغه وزارت په یوه جلا خبر کې ویلي چې، د پاکستان له زندانونو ۲۶ افغانان خلاص شوي او د سپین بولدک دروازې ته رسول شوي دي. د وزارت په خبره، خلاصو شویو زندانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دا په داسې حال... Читать дальше...

د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې د افغان نجونو او مېرمنو پر وضعيت اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وانګ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري وضعیت اندېښنه ښودلې ده. اسټرالیایي ورځپاڼې مندریان د مېرمن وانګ په حواله لیکلي، که پر ښځو د طالبانو بندیزونه پای ته ونه رسیږي، افغانان به له ناوړه پایلو او راتلونکې سره مخامخ شي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې، دوی به افغان مېرمنې له یاده ونه باسي. طالبانو چې حکومت یې پرون ۱۹ میاشتنی شو، د واکمنۍ له همغو لومړیو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل. د دوی حکومت تېره دسمبر میاشت کې د نجونو لوړې زده‌کړې هم تر دویم اعلان پورې وځنډولې. Читать дальше...

تخار کې د يو موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۷ کسان مړه شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان څو محلي رسنیو د طالبانو د چارواکو په حواله ویلي چې تخار کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۱۷ تنه مړه شوي دي. په تخار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو امر عبدالمبین ساپي رسنیو ته ویلي، ټول دغه قربانیان د سرو زرو د یوه کان کارکوونکي وو. پېښه د چهارشنبې په سهار د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې شوې ده. دغه راز پېښه کې ۷ تنه نور ټپیان شوي چې د چارواکو په خبره د ۵ وضعیت یې نازک دی.

ملګرو ملتونو د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د حل لپاره د مرستې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې د څه باندې پنځه میلیونه او دوه لکو افغانانو د مرستې غوښتنه کړې ده. د دغې کمېشنرۍ ویاندې شبیا منتو ( Shabia Mantoo ) په جینوا کې یوې غونډې ته وویل، دا چې افغانستان له لوی بشري ناورین سره مخامخ دی، اوسېدونکي یې د نړیوالې ټولنې د ډېر ملاتړ غوښتنه کوي. نوموړې ويلي: "افغانستان ته د رسېدو په سیمه‌ییز پلان کې د ۲۰۲۳م کال لپاره د ۶۱۳ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې ده، دا د دې لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان،... Читать дальше...

عايشه خرم: نړيوال دې د افغان نجونو زده‌کړو بندېدو ته د يو بېړني ناورين په توګه وګوري

Pa.azadiradio.com 

د افغان نجونو د تعلیم فعاله عایشه خرم وایي، دا مهال میلیونونه نجونې په افغانستان کې له خپل لومړني حق، یا زده‌کړو بې‌برخې دي. نوموړې چې ۲۰۱۹ کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې پاتې شوې، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، له زده‌کړو د نجونو محرومېدو ته د بېړني ناورین په توګه وګوري او چلند ورسره وکړي. په دې تړاو د عایشې خٌرم ویډیویي پيغام د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اسیا پاسفیک څانګې پرون چهارشنبه (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی. د پيغام په یوه برخه کې راغلي: "نن... Читать дальше...



Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Антон Шастун, Баста, INSTASAMKA, Влад А4 и Клава Кока показали свои первые фото в сети в рекламной кампании ВКонтакте




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


ATP

Стало известно, при каком условии Медведев может опуститься на 5-е место рейтинга ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

У безработного новосибирца под угрозой пистолета отобрали 7 млн рублей



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России