طالبانو هلمند کې د پيټيام غړی نورايل کليوال نيولی
په هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړی نورایل کلیوال د تېرو څلورو ورځو راهیسې د طالبانو د استخباراتو په بند کې دی او لا هم نهدی خوشې شوی. د نورایل کلیوال د کورنۍ غړو او ملګرو ازادي رادیو ته ویلي چې، هغه د تېرې دوشنبې په ورځ په سنګین ولسوالۍ کې له خپل کوره طالبانو ایستلی او له ځان سره یې بېولی دی. طالبانو تر اوسه د نورایل کلیوال د نیول کېدو اړه څه نهدي ویلي. نورایل کلیوال د تېر جمهوریت پر مهال په کندهار او هلمند کې د PTM یا پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ غونډې کولې او د ځوان کهول په نوم د مدني ټولنې مشر و. Читать дальше...