تل ابيب کې د اسرائيل دفاع وزير د ګوښه کېدو په غبرګون کې اعتراضونه پيل شوي
وروسته له هغې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د خپلې کابینې دفاع وزیر یوآف ګالنت له دندې لیرې کړ، په تل ابیب کې د پارېدلو خلکو اعتراضونه پیل شول. د ټلوېزیونونو د راپورونو له مخې، په لسګونو-زره کسان د نتنیاهو د پرېکړې د غندلو لپاره، په دې لوی ساحلي ښار کې راټول شول. د راپورونو له مخې په بیت المقدس کې بیا پارېدلو اعتراض کوونکو د نتنیاهو کور ته څېرمه د یوه تړل شوي سړک له خنډونو واوښتل. دا لا معلومه نهده، چې په هغه وخت کې ۷۳ کلن صدراعظم په کور کې و، که نه، خو د هغه ګاونډیانو د خپل هېواد شین او سپین رنګه ملي بیرغ رپاوه.