طالبانو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو د پلور راپورونه رد کړل
د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات یې پر نورو اړخونو پلورلي دي. په امریکا کې دېره د افغانستان د سولې د څار نادولتي ټولنې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د وسلو د پلور او پېر بازار تود شوی دی. په راپور کې راغلي چې د وسلو د پلور او پېر ډېره برخه په کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا بللې او نن د جولای په لسمه یې پر خپل ټویټر ولیکل چې دا راپور حقیقت نهلري. Читать дальше...