د هند کرکټ اداره: را روان کال له افغانستان درې شل اوریزې سیالۍ لرو
د هندوستان کرکټ بورډ ادارې نن په یوې رسنیزې خبرپاڼې کې د خپلو راتلونکو سیالیو مهالوېش اعلان کړی، چې په کې له افغانستان سره درې شل اوریزې سیالۍ هم شاملې دي. یاد بورډ لیکلي دي، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې به افغان لوبډله په لومړي ځل له هند سره د دوه اړخیزې لوبلړۍ د لوبولو لپاره هند ته سفر کوي او درې شل اوریزې سیالۍ به لري. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې لومړنۍ شل اوریزه سیالي به د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه په موهالي لوبغالي کې وي. دغه راز دویمه سیالي د همدې میاشتې په ۱۴مه نېټه په ایندور ښار کې پلان شوې ده. Читать дальше...