په افغانستان کې د روان بشري ناورین اصلي لامل د بودیجې کموالی وبلل شو
د نړیوالو مرستندویه بنسټونو یو شمېر کارپوهان د بودیجې کموالی په افغانستان کې د روان بشري ناورین اصلي لامل ګڼي. د مرستندویه بنسټونو یو شمېر کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د بشري مرستو کموالی د دوی د فعالیتونو پر وړاندې لویه ستونزه ده. د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د پاملرنې د موسسې او د ناروې د کډوالو شورا استازو د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري وضعیت او پر افغانانو د هغه د اغېزو د ارزونې په موخه په یوه ګډه غونډه... Читать дальше...