فرانسه کې لاريونونه؛ وضعيت کابو کېدو لور ته روان دی
په فرانسه کې له څو ورځنیو پراخو اعتراضونو او ناارامیو وروسته اوس وضعیت یو څه کابو شوی او اعتراضونه کم شوي دي. د فرانسې بېلابېل ښارونه د شپږو پرلپسې شپو په مخه د تاوتریخجنو مظاهرو او بلواګانو شاهدان وو. دا مظاهرې وروسته تر دې پيل شوې چې د تېرې سه شنبې په ورځ پولیسو یو الجزایري الاصله ۱۷ کلن ځوان په ډزو وواژه. د نایل په نوم د دغه ځوان له وژلو وروسته د فرانسې پولیس په توکم پالنه تورن شول او ټول هېواد کې بلواګانې وپارېدې. فرانس پریس اژانس لیکلي چې د بلوا د مهارولو لپاره په ټوله فرانسه کې ۴۵ زره... Читать дальше...