طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونو ته د اسد تر درېیمې وخت ورکړی چې خپل فعالیت ودروي. د طالبانو دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د نورو نړیوالو سازمانونو لخوا غندل شوی دی. په دغه راپور کې له هغه ارایشګرانو سره خبرې شوي چې د کورنۍ نفقه ګټونکي دي.
په بنګلهدېش کې د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.
بنګلهدېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف ټاکلی و، چې افغان لوبډلې په ۲۲م اور کې ۸۳ منډې وکړې او لوبه د باران له کبله وځنډېده.
د کرکټ د 'ډي ایل ایس' اصولو له مخې افغان لوبډلې دغه لوبه د ۱۷ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ به دویمه یو ورځنۍ سیالي راروانه شنبه او درېیمه راروانه سې شنبه وشي.
دواړه هېوادونه په خپلو کې دوې شل اوره سیالۍ هم... Читать дальше...
د لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ په ترڅ کې بنګلهدېش د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.
دغه سیالي د پرلپسې اورښت له امله ۴۳ اورونو ته راکمه شوې ده.
د بنګلهدېش په توپوهونکو کې یوازې توحید ریدوی نیمه سلیزه ووهله او په ۵۱ منډو وسوځېد.
د افغانستان لپاره په توپ اچونکو کې فضل حق فاروقي ۳، راشدخان او مجیب الرحمن دوه دوه، محمدنبي او عظمت الله عمرزي بیا یوه ـ یوه وېکټ واخیسته.
سلیم ساپی چې په لومړي ځل په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې ولوبېد، یوازې یې ۴ اورونه ترسره کړل، ۳۴ منډې یې ورکړې، خو کومه وېکټ یې وانخیسته.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' راپور وايي، د ۲۰۲۲ کال تر پایه په ټوله نړۍ کې ۹.۲ میلیونه افغانان په جبري توګه بې ځایه شوي دي، چې له دې شمېر یوازې ۸.۵ میلیونه یې په اسیا او زیات یې په سویل لوېدیځ کې دي.
د دغه راپور له مخې، یاده احصاییه د ۲۰۲۱ کال د پای د شمېرو په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې په ټوله نړۍ کې ۵.۷ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې ۵.۲ میلیونه یې په سویل لوېدیځه اسیا کې دي.
په ورته وخت کې ۲۹۵ زره افغانان... Читать дальше...
د لوبو له میدانه په خپرونه کې به واورئ چې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل شوې ده.
پیليز لوبغاړي عثمان غني ولې له کرکټ سره پرېکون کړی؟
اسټرالیا د ایشیز په دویمې لوبې کې هم انګلستان ته ماتې ورکړه.
د خپرونو په دوام دا هم اورئ چې د بنګلهدېش پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره په اعلان شوې لوبډله کې څوک دي؟
د اسیا ایمرجینګ سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله سریلانکا ته تللې ده.
دغه راز د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا سیالیو لپاره تمرینات پیل کړي دي. Читать дальше...
اسراییلي ځواکونه د لوېدیځې غاړې په اشغالي سیمو کې د تېرو څو کلونو له تر ټولو پراخو پوځي عملیاتو وروسته نن د فلسطین له جنین ښار څخه ووتل او په دې توګه هغه دوه ورځني عملیات پای ته ورسېدل چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان او یو اسراییلی سرتېری ووژل شول، زرګونه کسان یې له خپلو مېنو بې ځایه کړل او ډېر زیانونه یې واړول.
د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې پوځ وایي، په دې عملیاتو کې چې د بمباریو او د سلګونه پلي سرتېرو د عملیاتو لړۍ په کې شامله وه، هغو وسله والو ته سخت تلفات اوښتي چې د جنین د کډوالو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پراخه بشري سرغړونو تورن دی، په جینیوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د افغانستان دایمي استازولي وايي، معافیت د دې لامل شوی چې طالبان په دې هېواد کې مدني فعالیتونه وځپي.
په دې دفتر کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سلاکار محبالله طیب تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري شورا په غونډه کې وویل، افغان مدني فعالان او د بشري حقونو دفاع کوونکي له نیونو، شکنجو، تري تم کولو او ان له وژنو سره مخ دي.
نوموړي وویل: "زړور مدني فعالان او له بشري حقونو دفاع کوونکي... Читать дальше...
د مشال تر رڼا لاندې کې دا اوونۍ د بلوچستان د امنیت په اړه له پوهانو سره خبرې شوې دي.
یونسکو وايي، په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي دي.
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونسکو نن چهار شنبه په یوه ټویټ کې ولیکل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې له منځه تللي دي.
یونسکو د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره ویلي چې دا د ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او په دې برخه کې سرغړونه د منلو وړ نه ده.
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندېدو ۶۵۳ ورځې پوره کېږي او د ځینو نړیوالو بنسټو د راپورونو له مخې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې د نجونو زده کړه په کې منع ده. Читать дальше...
د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر په افغانستان کې د ښځو پر سینګارتونونو بندیز د ښځو د حقونو وروستی نقض او له دوی څخه د کاري فرصتونو اخیستل بللي دي.
په افغانستان کې د ښځو د سیګارتونونو د سالونونو د فعالیت د بندولو په اړه د طالبانو د حکم په اړه د غبرګونونو په دوام، د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر وايي چې ښځې باید د هر هېواد په اقتصاد کې برخه ولري، څو له ناورین د وتلو پایښتي لار جوړ کړي او د پرمختیا پایلوته ښهوالی ور وبخښي. Читать дальше...
د یوناما مرستیال وايي، ډاډه دی چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز پرېکړه یوه طرفه ده او د طالبانو په ګډون د افغانستان ډېری خلک د دې احکامو مخالف دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوټزل وايي، د نجونو زدهکړې د بحث وسیله نهده، بلکې دا هغه څه دي چې د بحث پر ځای پرې؛ بر عکس باید ټولې نجونې زدهکړو ته پرېښودل شي.
پوټزل له 'یو این نیوز' سره مرکه کې چې د ملګرو ملتونو سازمان پرون په خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي: "زه ډاډه یم چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز پرېکړه یوه طرفه ده او... Читать дальше...
په دې وروستیو کې د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند تفریحي سیمو ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.
سیلانیان وايي، د سیمې شین او ښکلی چاپیریال او سوړ طبیعت ورته په زړه پورې دی.
د چارواکو په وینا، د لوی اختر په شپو ورځو کې د ځاځي اریوب د سپینې شګې سیمې ته شاوخوا یو لاک سیلانیان ورغلي دي.
تفصیل په ویډیو کې
د جولایي پر څلورمه په نوي ډيلي کې د سازمان سرمشریزې د انلاين غونډې په پای کې په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي چې شانګهای همکارۍ سازمان د یوه خپلواک، بې پرې، متحد، سوله ییز، له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان ملاتړ کوي
پرلت کوونکي وايي، تر څو چې یې ټولې غوښتنې منل شوې نه وي احتجاج او پرلت ته به دوام ورکوي. دوی د جولای پر پینځمه نېټه په شیراني کې د کار بندیز (پهیه جام هړتال) اعلان کړی دی او دا یې هم ویلې دي چې پر دغه ورځ به د ژوب او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر غځېدلې لویې لارې (های وې) څوک سفر ته نه پرېږدي.
پہ سویډن کې د قران مجید د بی حرمتۍ پر ضد پہ پېښور کې وکیلانو احتجاج اوکړ
د پاکستان پہ نورو برخو کې ھم د یادې پېښې پر ضد احتجاجونہ شوي دي او مظاھرچیانو له حکومته د سویډن د سفیر د بیرته استولو غوښتنه کړې ده. نور تفصیل په دې راپور کې.
د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې به واورئ چې شاعره شفیقه خپلواک وايي، جلا طنۍ شعر راڅخه وړی دی.
دغه راز نور محمد لاهو سره د ده پر شعرونو خبرې شوي، د دکتورا پر يو ډېرزټېشن بحث او د خپرونې په دوام لنډه کيسه هم درته وړاندې کېږي.
ازادي راډيويي مجله، چې هره اوونۍ یې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:
ډېری لوېدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د ښځو د سینګار ځایونو د بندولو لپاره د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه مطالب خپاره کړي دي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر پرون وویل چې دې وزارت د طالبانو د لوی مشر ملاهبت الله آخوندزاده د شفاهي حکم په اساس د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه په یوه مکتوب کې چارواکو ته یوه میاشت مهلت ورکړی دی چې په کابل او ولایتونو کې د ښځو ټول سینګار ځایونه بند کړي.
په مکتوب کې د دې پرېکړې علت نه دی ښودل شوی، خو طالبان وايي چې دوی خپل ټول اجراآت د شریعت د تطبیق لپاره کوي. Читать дальше...
یو نړیوال بنسټ وايي، په افغانستان کې یې په یوه میاشت کې د ماشومانو د خوارځواکۍ نږدې څلور سوه زره پېښې ثبت کړې دي.
د ارزګان ولایت اوسېدونکي عبید الله خپل په خوارځواکۍ اخته ماشوم د درملنې لپاره کندهار ته لېږدولی دی.
هغه وايي، په خپل ولایت کې یې خپل ماشوم ګڼو ډاکترانو ته ورښودلی، خو لا یې هم په بشپړه درملنه نه دي بریالي شوي.
هغه زیاته کړه: "مریض مې د نس پړسوب لري او خوارځواکی دی، نور هېڅ مشکل نه لري. کوم خواړه چې وخوري بد پر لګېږي او اسهال وي. دغه یې ستونزه ده او ډېر کم وزنه دی. مور یې یونیم کال شیدې ورکړي. Читать дальше...
د ښځو د سینګارتونونو د تړل کېدو په اړه د طالبانو پر تازه فرمان بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي دي.
د ښځو د حقونو فعاله نظیفه حقپال وايي، طالبان د خپلو افراطي پالیسیو له مخې د ښځو د هر ډول فعالیت مخه نیسي.
هغې ازادي راډیو ته وویل، طالبان دغه محدودوونکي اقدامات د دې لپاره کوي، چې د ښځو خلاف ذهنیت لري.
هغې وویل: "دا سینګارځایونه هغه ځایونه دي، چې اکثریت کارکوونکې یې ښځینه دي. ښځې له دغو ځایونو کولی شي چې له ټولنیز او اقتصادي اړخه وړتیاوې ترلاسه کړي. دغه اقتصادي او ټولنیزې وړتیاوې په ټولنه کې د دوی پر موقف مثبت اغېز کوي. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России