په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر 'جیمز ډابنز' ومړ
د امریکا تجربه کار ډیپلومات او د افغانستان لپاره د دغه هېواد پخوانی سفیر جیمز ډابنز د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ. ډابنز یو وخت د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان له خوا په نړۍ کې د ملت جوړونې له مخکښو کسانو بلل شوی و. جیمز ډابنز یو لسیزه د نړیوال امنیت او دفاعي سیاستونو په برخه کې د رانډ د څېړنیز انسټېټیوټ مشري کړې ده. هغه د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له ترهګریز برید وروسته د افغانستان په شمال کې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د امریکا استازی وټاکل شو. ډابنز د ۲۰۰۱ کال په بن کنفرانس کې، چې له طالبانو... Читать дальше...