ځینې کابل ښاریان: اختر کې غیر منظم ټرانسپورټي سیستم ستونزو سره مخ کړي وو
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایات کوي، چې دولتي ښاري ټرانسپورټ منظم نه دی او په ځانګړي ډول د اختر په ورځو کې دوی له ستونزو سره مخ وو. فواد د کابل یو له هغو اوسېدونکو څخه دی چې وايي، د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې ونه شول کړای، چې خپله کورنۍ په اختر کې د خپلوانو کورونو ته بوځي. دی وايي، ښاري بسونه کم وو او د ټکسي د کرایې توان يې نه درلود. هغه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ونه شو کولای چې په اختر کې ټکسي دربست کړو. په ښاري لینونو کې ملي بس موټرونه ډېر کم وو. ما هم د اقتصادي ستونزو له امله خپله... Читать дальше...