Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 20.07.2023

اروپایي ټولنې پر ۳ طالب چارواکو بندېزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنې، د طالبانو د حکومت درې لوړپوړي چارواکي د بشري حقونو د نقض له امله، د خپلو بندېزونو په نوملړ کې شامل کړل. د دغې ټولنې په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله آغا، د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي او د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني یې د بندېزونو په نوملړ کې شامل کړي دي. په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کسان له زده کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په محرومیت، عدالت ته د لاسرسي او د ښځو او نارینه وو ترمنځ د مساوي چلند پر وړاندې خنډ کېدو کې ښکېل دي. دغه طالب... Читать дальше...

په باړه کې ځانمرګو بریدونو څومره زیان اړولی؟

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې د باړې پخواني تحصیل پر ودانۍ په ډزو او دوو ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو پولیس سرتېرو شمېر څلور ته رسېدلی دی او ۱۰ تنه ژوبل دي. د دغه حملو ویجاړی په دې ويډيو کې وګورئ.

ایراني پولیسو یو نارینه ورزشکار او ۵ شاګردانې یې د ګډ تمرین په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

ایراني پولیسو د یوګا پر هغه کلب چاپه وهلې، چې په خبره یې نجونو او هلکانو په ګډه په کې تمرین کاوه.  د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په ګیلان ولایت کې له دغې پرونۍ چاپې وروسته پولیسو د کلب یو نارینه استاد او پنځه ښځینه غړې نیولې دي.  خبر کې راغلي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي او دوسیه ورته جوړه شوې ده.  په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته ښځې او نران اجازه نه لري، چې په ګډه سپورت وکړي.



کندهار: تداوي شوي معتادین د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې یو شمیر هغه معتادین، چې یو ځل یې درملنه شوي وايي، د وزګارتیا له امله بیا په نشو روږدي شوي. دوی د بیا درملنې او له رغیدو وروسته د کار غوښتنه لري. بلخوا:  ډاکټران وايي دماغي ناروغي، د کورنیو نه پاملرنه، د معتادینو زیاتوالی، وزګارتیا او نشه يي توکو ته اسانه لاس رسی په نشه يي توکو د بیا اخته کیدو عمده لاملونه دي. په دې اړه غږیز راپور د لېنک له کېکاږلو سره واورئ:

د افغانستان مشهور شاعر واصف باختري له دې نړۍ سترګې پټې کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مشهور شاعر او د دري ژبې د اوسنیو ادبیاتو مخکښه څېره واصف باختري، له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د نوموړي د مړینې خبر، د هغه لور منیژه باختري، پر خپلې فیسبوک پاڼې خپور کړی. منیژې باختري د خپلې لیکنې په یوه برخه کې، د واصف باختري د ژوند د وروستیو ورځو په اړه لیکلي:« زموږ پلار، زموږ پیر ، زموږ عالم، زموږ ځان او زموږ جهان، تېره شپه له ابدیت سره یو ځای شو. د ژوند په وروستیو ورځو کې مو ورته شعرونه لوستل او رنځور لاسونه مو یې نازول ». واصف باختري، د دري د ډېرو اوسنیو شاعرانو استاد ګڼل کیږي.... Читать дальше...

عراق د سوېډن شارژدافیر له خپلې خاورې ووېست

Pa.azadiradio.com 

عراق له سوېډن سره ډيپلوماتیکې اړېکې پرې او د دغه هېواد شارژدافیر یې له پلازمېنې بغداده ووېست. د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا، د عراق صدر اعظم محمد شیاع السوداني نن دغه اعلان وروسته تر دې وکړ، چې دوو کسانو په سوېډن کې د بغداد سفارت ته نژدې د اسلام ضد اعتراض وکړ او یوه تن یې قرانکریم تر پښو لاندې کړ. وېل کیږي، چې په سوېډن کې عراقي الاصله سوېډني سلوان مومیکا د دغه اعتراض پر مهال د عراق بیرغ او د عراق او ایران د مذهبي مشرانو مقتدا الصدر او ایت الله علي خامنه یي انځورونه هم تر پښو لاندې کړي دي. Читать дальше...

امربالمعروف وزارت د موسېقۍ الې سوزولي؛ هنرمندان: افغانستان نور زموږ ځای نه دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت لخوا د موسېقۍ د یو شمېر الو له سوزولو وروسته، یو شمېر افغان هنرمندان وایي د طالبانو چلند هېواد پرېښودو ته اړ وېستي دي.  د طالبانو امر بالمعروف وزارت، د چهارشنبې په ورځ په یوه تویټ کې د موسیقۍ الو د سوځولو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، دغه وساېل "د موسیقۍ او فساد دترویج لپاره کارول کېدل". دغه وزارت، د همدې ټویټ په دوام لیکلي، د موسېقۍ یادې الې یې له  څو میاشتو راهیسې له بېلابېلو پروګرامونو چې د یاد وزارت په وینا "د ځوان قشر د بې‌لارۍ ذریعه او د... Читать дальше...

روسيې د اوکراین پر بندري ودانیو او د غلو پر ذخېرو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

روسیې نن په دریمه پرله پسې ورځ هم د اوکراین پر جنوب هوایي بریدونه وکړل.  د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د نننیو بریدونو هدف د بندري سیمو  تاسېسات او د غلو دانو ذخېرې دي.  خبر کې د محلي چارواکو په حواله راغلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي دي.  په میکولایف سیمه کې د دغه ښار د والي ویتالي کیم په وینا د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ ملکیان د روسیې په تازه بریدونو کې ټپیان شوي دي.  د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، د روسیې په بریدونو کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللې ده.



په خیبر پښتونخوا کې پر یوې ودانۍ ځانمرګی برید

Pa.azadiradio.com 

نن سهار د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باړې سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز خونړی ځانمرګی برید وشو. ځینو پاکستاني چارواکو د وژل شویو شمېر ۲ خو یوشمېر نورو بیا ۴ یاد کړی دی. نور په دې ویډیو کې وګوری.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: طالبان له نړیوال مشروعیت سره اوږد واټن لري

Pa.azadiradio.com 

که څه هم د طالبانو حکومت وار- وار له نړیوالې ټولنې غوښتي څو د دوی حکومت په رسمیت وپیژني، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت په تازه ګۍ ویلي، چې د طالبانو د نړیوال مشروعیت لپاره اوږده لار پاتې ده. د امریکا د بهرنیو چارووزارت ویاند میټو میلرپرون په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل، طالبانو یې ته واضح کړې چې که غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړی، مشخص ګامونه دي؛ چې باید یې تر سره کړئ. ښاغلي میلر زیاته کړه: " موږ طالبانو ته واضح کړې ده که غواړئ نړیوال رسمیت پېژندلو ته، څه چې ډیر لرې دی، ورسیږئ؛ یو شمېر مشخص... Читать дальше...

د پېښور پولیس وايي د ناامنۍ پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو څېړنیزې ادارې (پاکستان انسټيټيوټ فار کنفلېکټ اېنډ سېکوريټي سټډيز) په جولای کې په خپل يو رپورټ کې وويل چې د ۲۰۲۳ز په اولنيو شپږو مياشتو کې په ملک کې په "ترهګرو او ځانمرګو بريدونو کې په مرحله واره توګه اضافه" شوې چې پکې ۲۸۹ کسان وژل شوي دي.

توبیاس ایلوډ د کابل د حکومت په ستاېلو بخښنه غوښتې

Pa.azadiradio.com 

د برېتانيې د پارلمان د دفاعي کمیټې رئیس او د دفاع پخواني وزیر، توبیاس ایلوډ له خپلې ټویټر پاڼې هغه ویډیو لېرې کړې، چې پکې پر افغانستان د طالبانو د واکمن حکومت ستاېنه شوې وه. هغه ویلي، دا ډول بيان يې سم نه و او دی یې له امله بخښنه غواړي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه وروستي ټویټ کې لیکلي، هغه تل په دې باور دی چې په سیاست کې د دوامدار او اوږدمهاله د حل لارو د موندلو لپاره جرأت ته اړتیا شته، او دا مهمه نه ده، چې څومره ننګونې شته دي. خو توبياس ايلوود ، یو ځل بیا له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د خپل نظر په اړه لیکلي... Читать дальше...

د پېښور د برید مرګ ژوبله زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

د پیښور په باړه کې شوي وسله وال او ځانمرګي برید کې څلور پولیس وژل شوي او د ملکیانو په ګډون لس نور ژوبل شوي دي. د باړې د پولیسو د ماموریت مشر اکبر خان اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې برید نن سهار د دوو کسانو له خوا وشو چې لومړی په ډزو سره پيل او وروسته دواړو په بېلابېلو وختونو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول. د برید هدف په یوه ودانۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وه چې د چارواکو په وینا ټپیانو کې دوه ملکیان او نور پاته پولیس دي. تر دې وړاندې سیمه کې د پولیسو یوه ویاند ظهیر... Читать дальше...

له نجونو پرته د کانکور پیل؛ رینا امیري: طالبان دې هېواد او خلکو ته پر خپلې اېډیالوژۍ لومړیتوب ورکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له طالبانو وغوښتل، چې د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي. نوموړې په دغه ازموېنه کې، د افغان نجونو د ګډون د غوښتنې ملاتړ کړی او ویلي:د افغان نجونو بریا، د افغانستان بریا ده. رینا امیري زیاتوي، چې د نجونو د زده کړو دوام، هغوی ته د نفقې برابرولو، اقتصاد او راتلونکي د ښه والي لامل کیږي. بلخوا: په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملي کمپاین هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، چې تېره ورځ ناوخته یې... Читать дальше...

کابل کې یوشمېر مزدوران ټوله ورځ کار پسې ګرځي

Mashaalradio.com 

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، ټوله ورځ له کوره بهر د ورځنۍ مزدورۍ موندلو پسې ګرځي خو هېڅ کار نه پیدا کوي. دوی وايي، اقتصادي ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي او د کورني لګښتونو پوره کولو ته حیران دي. پر افغانستان شاوخوا دوه کاله مخکې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې اقتصاد خورا خراب شوی او کاري موقعې کمې شوې دي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.

امیر خان متقي وايي حکومت یې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي

Mashaalradio.com 

اصف درانی تر هغې وروسته کابل ته ولاړ چې د پاکستان حکومت او پوځ په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پټنځایونو اندېښنه وښوده او د طالبانو له حکومته یې د هغې وسلوالې ډلې پرضد د اقدام غوښتنه وکړه.

متقي: د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په لیدنه کې د خپل حکومت هغه ژمنه بیا تکرار کړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې امیر خان متقي او اصف دراني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې وکړې. په اعلامیه کې د متقي له قوله ویل شوي، چې افغانان هیچا ته ضرر نه رسوي او د دوی هڅه دا ده چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي. Читать дальше...

په کشمور کې د خالد خان بېټني خوشې کولو لپاره احتجاجي پرلت روان دی

Mashaalradio.com 

خالد خان بېټنی د خیبر پښتونخوا د ټانک سیمې دی. هغه د سیند صوبې په کشمور کې د ګیس په يوه کمپنۍ کې مزدوري کوله چې وسلوالو وتښتاوه. وروسته یې د هغه يوه ويډيو خپره کړه چې نوموړی یې پکې ځوړند کړی او وايي که پیسې ور نه کړي نو و به یې وژني.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Шпагаты, но уже без нижнего белья: хакеры взломали аккаунт Волочковой





Rss.plus
РПЛ

Якубко: в декабре все опять будут плеваться от календаря РПЛ, но это легко можно исправить




Щедрое лето от OUTRIGGER

Синоптик Шувалов: 4 и 5 мая в Подмосковье пройдут дожди

В Москве попрощались с народной артисткой РСФСР Зоей Зелинской

На выставке «Россия» прошло шествие под лозунгом «Май! Труд крут!»




د طالبانو حکومت پاکستان ته: افغانان چا ته ضرر نه رسوي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې افغانان چا ته ضرر نه رسوي. د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې افغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي او طالبان به پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي. دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن د جولای ۲۰مه پر ټویټر لیکلي دي. د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی پرون چهارشنبه کابل ته تللی دی. دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو... Читать дальше...

پاکستاني طالبانو په پېښور کې دوه پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني طالبانو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. دا پولیس نن د جولای ۲۰مه په پېښور ښار کې د سړک د غاړې پر یوې پوستې په برید کې وژل شوي دي. د سیمې د پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د بریدکوونکو د موندلو لپاره هڅه پیل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په یو بیان د دې برید مسوولیت منلی دی.

معترضانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ

Pa.azadiradio.com 

په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې سلګونو کسانو نن سهار په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او سفارت ته یې اور ورته کړ. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې اعلان کړی چې په بغداد کې د سفارت ټول کارکوونکي خوندي دي او دغه برید یې غندلی دی. په بیان کې د عراقي چارواکو لخوا د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په اړتیا ټینګار شوی. په دې وروستیو کې یوه عراقي چې په سویډن کې اوسېږي قرآن کریم ته سپکاوی کړی او د هغې ځینې پاڼې یې سوځولي چې د اسلامي حکومتونو سخت غبرګونونه پارولي دي.

د هند په مهاراشترا کې د ځمکې ښویېدنې له کبله څلور کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هند په لوېدیځ مهاراشترا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور تر خاورو لاندې شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا پېښه د سختو او پرله‌پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د ځمکې ښویېدنه د ممبۍ له ښار څخه شاوخوا شپېته کیلومتره لرې د هرشلوادي په غرنۍ سیمه کې د شپې په نیمايي کې رامنځته شوې ده. د ژغورنې ډلو د لادرکه شویو کسانو لټون پیل کړی دی. ویل کېږي چې سخت باران د ژغورنې او لټون عملیات ټکني کړي دي.... Читать дальше...

له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ۲۲ میلیارد ډالرو مرستې په اړه بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران نن د اوکراین لپاره د څلورو کلونو په مخه د وسلو، مهماتو او نورو پوځي مرستو په برخه کې د ۲۲ میلیاردو ډالرو د لګولو پر وړاندیز بحث وکړي. دا وړاندیز له کییف د اروپایي ټولنې د ملاتړ د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي. اروپايي ټولنې ژمنه کړې چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په وخت له اوکراین سره هر اړخ ملاتړ کوي. له اوکراین سره د تسلیحاتو په برخه کې مرسته د اوږدمهاله امنیتي تضمین په هدف د نړیوالو هڅو برخه ده، چې تېره اونۍ د ناټو په سرمشریزه کې د جي۷ غړو هېوادونو لخوا اعلان شوه.

پاکستان د اسیا جام کرکټ سیالیو مهالوېش اعلان کړ

Mashaalradio.com 

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او یوشمېر لوبغاړو د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې د یوې غونډې پر مهال د اسیايي لوبډلو ترمینځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د ۱۶م پړاو په اړه معلومات ورکړل او د اتلولۍ جام یې وښود.



Москва

Консультации. Составление Договоров. Присутствие Продюсера при заключении договоров и переговорах. Лекции. Переговоры. Встречи и Обсуждения.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Хотели стать женами Егора Крида и Тимати. Рассказываем, как сложилась жизнь нижегородок после шоу «Холостяк»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева


WTA

Елена Рыбакина выступила с критикой в адрес WTA



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Прокуратура Москвы: школьница попала в больницу после наезда электросамоката



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России