ګوتېریش: روسیه دې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش نن له روسیې وغوښتل چې د اوکراین د غلې د صادراتو تړون بیا وغځوي. د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړتوب دا تړون د تور سمندرګي له لارې نورې نړۍ ته د اوکراین د غلې دانې صادراتو ته اجازه ورکوي. ګوتېریش چې په روم کې د خوړو د صادراتو د سیسټم په درې ورځنۍ سرمشریزه کې خبرې کولې وویل:د دې موافقې د لغو کېدو معنا دا ده چې د لوړو بیو تاوان به تر ټولو زیانګالي خلک پرې کوي. سرمنشي زیاته کړه، د غنمو او جوارو بیې لا له اوسه په لوړېدو دي. ګوتېریش دا څرګندونې څوساعته وروسته له... Читать дальше...