Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 15.07.2023

د افغان تولیدي فابریکو مالکان: خام توکي ګران دي، بازار او برښنا نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له‌خوا د کورني تولیداتو او صنعتي فابریکو د ودې او د دوی د ملاتړ له ژمنو سره سره د یو شمېر تولیدي فابریکو خاوندان د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي، خام مواد په لوړه بیه اخلي او د برښنا له کمښت سره هم مخ دي. په کابل ښار کې د بوټانو د یوې تولیدي فابریکې خاوند عبدالبصیر تره‌کی له طالبانو غواړي چې، حکومت دې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د خامو موادو په برخه کې ډېرې ستونزو لرو، نه یوازې دا چې... Читать дальше...

د پاکستان دفاع وزير: طالبان د دوحې پر تړون عمل نه‌کوي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، افغانستان د یو ګاونډي هېواد په توګه خپل کردار نه ترسره کوي او نه د دوحې پر تړون عمل کوي. خواجه اصف د جولای پر ۱۵مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان له ۵۰ تر ۶۰ لکو افغانانو ته له تېرو ۴۰ کالونو راهیسې پناه ورکړې ده. د ده په وینا: "د دې برعکس په افغانستان کې هغو ترهګرو ته پناه ځایونه ورکړل شوي چې د پاکستانیو وګړو وینې تویوي او دا حالت نور جاري نه‌شي پاتې کېدای." خواجه اصف له نور تفصیل ورکولو پرته لیکلي: "پاکستان به د خپلو وګړو او خاورې د خوندیتوب لپاره... Читать дальше...

ايمرجينګ جام سيالۍ؛ د افغانستان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیایي شورا په ایمرجينګ جام سیالیو کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه. دا په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې دویمه بریا وه. افغان الف لوبډلې چې د کرکټ بورډ له‌خوا ورته د افغان ابدالیانو نوم یادېږي تر دې وړاندې د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې وه. افغان لوبډلې په لومړي وار توپوهنې سره ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. د افغان الف لوبډلې په ګټه ریاض حسن په ۱۰۴ توپونو... Читать дальше...



د امريکا کانګرس ته د افغان کډوالو د مېشتېدو طرحه وړاندې شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحده ایالاتو د کډوالۍ او پناه غوښتنې کمېټې اعلان کړی چې په دې هېواد کې د افغانانو د مېشتېدنې قانوني طرحه یې سنا مجلس ته سپارلې ده. د دغې کمېټې ريیس سکیندرنګاش په یوه اعلامیه کې ياده طرحه په متحده ایالاتو کې د افغانانو د مېشتولو لپاره مهمه بللې ده.  نګاش ویلي، دغه اداره د افغانانو د تخلیې او د مرستو د تمدید په برخه کې د امریکا د دولت اقدامات ستايي خو په دې برخه کې د قانوني تعدیل بدیل نه‌شته. نوموړي د امریکا له کانګرس څخه غوښتي، چې ياده قانوني طرحه ژر تایید کړي. د افغانانو د تعدیل... Читать дальше...

د ځوانانو د مهارتونو نړيواله ورځ؛ افغان ځوانان: مهارتونه لرو، خو فرصت نه راکول کېږي

Pa.azadiradio.com 

نن د جولای پنځلسمه په نړۍ کې د ځوانانو مهارتونو ته د پام اړولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، په دغه هېواد کې د ځوانانو بې‌کاري تر بل هر وخت زیاته شوې او د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي دي. ملالۍ چې د ۲۰۲۱ کال د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، ارمان یې و چې خپل د خوښې پوهنځي ژورنالېزم ولولي خو په خبره یې اوس پر کور ناسته ده. نوموړې وايي: "که امارت د ښوونځيو... Читать дальше...

يو افغان ځوان ۴۰۰ بې وزله ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابر کړی

Pa.azadiradio.com 

افغان ځوان ذکریا مبرم نادري وايي، په ډېرې بې وزلۍ کې یې زده کړې کړي او اوس یې خپله ۴۰۰ بې وزله ماشومانو ته د زده کړو فرصت برابر کړی دی. ذکریا وايي، د زده کړو د دورې سختیو د هغو ماشومانو او زلمیانو د لاسنیوي انګېزه ورکړه، چې بې وزلۍ له زده کړو محروم کړي دي. په دې اړه راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

له بې کیفیته درملو د افغانانو شکایت؛ ايمل: مور مې په اتو نسخو درملو ښه نه شوه

Pa.azadiradio.com 

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي د درملو د کیفیت له ټیټوالي شکایت کوي او وايي، د بې کیفیتو درملو په کارولو د رغېدو پر ځای یې ناروغۍ لا زیاتېږي او د ښې درملنې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته په تګ اړ وځي. د کابل ښار د قرغې سیمې اوسېدونکې ادیبې ازادي راډیو ته وویل: "لمسی مې ناروغ و، د خولې او لمنې و، ډاکټر ته مو وروست، دوا مو واخیسته، خو هېڅ ګټه یې ونه کړه. سبا بیخي بدتر شو، بیا مو ور ويست، چې وه ډاکټر صيب دا دوا خو سمه نه وه، سمه دوا ورکړئ، دا له خبرو پاتې دی، دوا مو ډاکټر ته ور وښوده، ډاکټر وویل... Читать дальше...



مثلث: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو ګواښ څومره جدي دی؟

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي وایي طالبان هغه وسلې پلوري چې له امریکایي ځواکونو پاتې دي. طالبانو دا څرګندونې رد کړي او وايي چاته اجازه نه ورکوي چې یوه وسله هم بې ځایه کړي. خو د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسلو د تورو بازارونو ځینو کاروباریانو ادعاوې کړي چې د امریکا ساخت M-4 او M-16 ټوپکې او شپني دوربینونه په اسانۍ پيدا کيږي. دا اوونۍ مثلث پروګرام په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د څه باندې ۷ میلیارد ډالرو وسلو برخلیک ته ځانګړی دی.

له افغانستانه د کادرونو او باسواده اشخاصو پر وتلو اندېښنه څرګنده شوه

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې لا هم ګڼ افغانان له خپل هېواده د وتو هڅه کوي، د ملګرو ملتونو په جینیوا مرکز کې د افغانستان دایمې استازولۍ د فکري مالکیت د نړیوال سازمان په ۶۴مه غونډه کې، له دې هېواده د کادرونو او باسواده اشخاصو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د افغانستان د استازولۍ په بیان کې چې د دې ادارې پر ټویټر خپور شوی راغلي ، د ۲۰۲۱ میلادي کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له افغانستانه د وړ کادرونو او باسواده اشخاصو له وتو سره، عامه ادارې د تجربه لرونکو او باسواده کارکوونکو له کموالي سره مخ شوي دي. Читать дальше...

اوکرايني چارواکي: سومي کې د روسي ځواکونو بريدونو ویجاړۍ رامنځته کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پوځي چارواکي وايي، په سومي ولایت کې پر سرحدي سیمو د روسیې د توغندیو بریدونه شوي، چې ویجاړي یې پېښه کړې ده. د اوکراین د سومي ولایت پوځي ادارې نن شنبه د دغه ولایت پر سرحدي سیمو د روسیې د راکټي بریدونو خبر ورکړی، چې ویجاړي یې پېښه کړې ده. نوموړې اداره زیاتوي، په دې بریدکې ډول ډول وسلې کارول شوي، چې د ګڼو چاودنو سبب شوې دي. په دغو چاودنو کې د چا د مرګژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی، خو د پوځي ادارې د معلوماتو له مخې، د استوګنې ګڼې ودانۍ او کرنیز تاسیسات او وسایل زیانمن شوي دي. دوه کورونه... Читать дальше...

طفیل شینواری د کوڅو د فټبال په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي

Mashaalradio.com 

د خیبر ضلعې لنډي کوتل طفیل شینواری د کوڅو د فټبال هغه لوبغاړی دی چې تېر کال یې په قطر کې د سټریټ فټبال په نړیوال جام کې د سرو زرو مډال ګټلی او اوس د نورو سیالو لپاره ناروې هیواد ته ځي. طفیل وایي په خیبر کې د لوبو میدان نشته او د تمرین لپاره پېښور ته ځي. تفصیل په ویډیو کې

سیند: هندوان وایي هند ته د یو سیندۍ مېرمنې تر تګ وروسته ورته ګواښونه زیات شوي

Mashaalradio.com 

په سیند کې د هندوانو د ټولنې یو مشر ویجې کمار د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، داسې ګواښونه ورته کېږي چې که هغه سیندۍ مېرمن واپس نه کړل شوه نو دلته په پاکستان کې به د هندوانو کورنۍ او عبادت ځایونه په نخښه کړل شي.

ډبلیو ایف پي: په افغانستان کې د بودیجې کمښت د مرستو رسونې چارې اغېزمنې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې کمښت د بشري مرستو رسونې چارې اغېزمنې کړي دي. د دې ادارې ویاند وحید الله اماني له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی په عاجل ډول یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري. اماني وویل: "د بودیجې کمښت په افغانستان کې د ژوند ژغورنې عملیات له ګواښ سره مخامخ کړي دي. دې ته یې اړ کړي یو چې د مرستو سطحه راکمه کړو او اته میلیونه خلک د هغو خلکو له جملې راکم کړو، چې باید مرستې وررسېدلې وای. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام په بېړنۍ توګه یو ملیارد... Читать дальше...

ملګرو ملتونو په خپلو ټولنو کې د بدلون راوستونکو ځوانانو ستاینه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ځوانانو د مهارتونو په نړیواله ورځ د هغو ځوانانو ستاینه کوي، چې په خپلو ټولنو کې بدلون راولي. دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې د تاج ګلې په نوم د یوې راستنې شوې افغانې عکس خپور کړی، چې په وینا یې په ۲۲ کلنۍ کې یې د خیاطۍ کار و بار پیل کړی او تر شلو زیات کارکوونکې لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د دې مېرمنې ډېری کارکوونکي د هرات په جبریل سیمه کې بې‌ځایه شوي یا هم راستانه شوي افغانان دي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت... Читать дальше...

امریکا په هرمز تنګي کې د جنګي جېټ الوتکو کارول زیاتوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه چارواکي پرون ویلي، واشنګټن په پام کې لري، د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ایران له خوا د تجارتي کښتیو له توقیف د خوندیتوب لپاره د جنګي جېټ الوتکو کارول زیات کړي. دغه چارواکي چې په دفاع وزارت کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، امریکا به نن شنبه او یکشنبه فارس خلیج ته F-16 ډوله جنګي جېټ الوتکې ولېږي، څو د هغو A-10 ډوله تهاجمي الوتکو مرسته وکړي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې هلته په ګزمه بوختې دي. د امریکا دغه دفاعي چارواکي چې د نوم نه افشا کېدو په شرط خبرې کړې... Читать дальше...

اوکرایني چارواکي: روسیې په شمال ختیځ کې پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین محلي چارواکو نن ویلي، روسیې د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي ولایت پر سرحدي سیمو د توغندیو بریدونه کړي، چې د ګڼو چاودنو سبب شوي دي. د سومي پوځي اداره وايي دغه حمله د هغه ډول وسلو په مرسته شوې چې په لسګونو چاودنې کوي. په دغو چاودنو کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. د سومي پوځي ادارې ویلي، چې د استوګنې ګڼې ودانۍ او کرنیز وسایل یا هم تاسیسات تخریب شوي دي. په همدې حال کې کییف ادعا کوي چې پوځیانو یې په جنوبي سیمه زاپوریژیا کې پرمختګونه کړي او په ختیځ کې یې پر خارکیف او دونیڅک سیمو یې د روسیې د پوځ د تهاجم مخه نیولې ده.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы





Rss.plus
Павел Воля

«Я тебя предупреждал, что если мы будем копаться в тебе, тебе будет неприятно!» Константин Гецати расстроил Павла Волю своим «видением» в новом выпуске «Шоу Воли» на ТНТ




Диану Шурыгину задержали в Москве: никто не узнает в этой девушке звезду из шоу Малахова

Сразу прыгнула голой в кровать: Волочкова уединилась с тайным спутником на Мальдивах

В центре Москвы задержали Диану Шурыгину и ее знакомого криптобизнесмена

Жителей столичного региона предупредили о похолодании в городе




داعش ته د مرستې په تور یو امریکايي وګړی په عمري بند محکوم شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یو وګړی چې په کاسوو کې زېږېدلی او د اسلامي دولت ډلې یا داعش ته یې د زرګونو کسانو په ګمارلو کې مرسته کړې وه، په عمري بند محکوم شو. د امریکا د متحدو ایالتونو عدلیې وزارت پرون جمعې له دې اعلان سره ویلي، د میرساد کاندیچ په نوم دغه ۴۰ کلن وګړی د یوې افراطي ډلې د مرستې له کبله په بند محکوم شوی دی. عدلیې وزارت وايي کاندیچ له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۷م کاله پورې د اسلامي دولت ډلې یو لوړ رتبه غړی و، په هغو کلونو کې دغې افراطي ډلې د عراق او سوریې پر زیاتو برخو ولکه ټینګه کړې وه. دغه کس په ۲۰۱۳م کال کې... Читать дальше...

په جنوبي کوریا کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په جنوبي کوریا کې تر سختو اورښتونو وروسته د بهېدلو سېلابونو او ځمکې ښویېدو په نتیجه کې له پرون راهیسې لږ تر لږه ۷ کسان مړه شوي او درې نور کسان تري تم دي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت نن شنبه ویلي، په مرکزي برخه ګویسان کې نن سهار وختي څه باندې ۶۴۰۰ کسانو ته امر شوی، چې د اوبو بند د ډکېدو له کبله ځانونه نورو سیمو ته ورسوي. په تېرو درېیو ورځو کې د جنوبي کوریا په زیاتو برخو کې سخت اورښتونه شوي او محلي رسنۍ وايي د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي.

د روسیې یو استخباراتي افسر په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف ونه کړ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې یو وګړی چې ادعا کېږي د دغه هېواد استخباراتي افسر به وي، پرون په محکمه کې پر جرم اعتراف ونه کړ. پر وادیم کونوسچینوک تور پورې شوی و، چې په اوکراین کې یې د روسیې د روانې جګړې د مرستې لپاره د امریکا ساخت برښنايي پرزې او نور مهمات روسیې ته قاچاق کول. دی چې له ایستونیا د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، پرون د بروکلین په یوه محکمه کې راڅرګند شو. وروسته له هغې چې څارنوالانو وویل، ممکن کونوسچینوک وتښتي، قاضي یې تر محاکمې مخکې د توقیف امر وکړ. د دغه روسي وګړي مدافع وکیل پر دې موضوع له تبصرې ډډه وکړه. Читать дальше...

بدخشان کې نجونو حرفوي زده کړو او وړو کاروبارونو ته مخه کړې

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر محدودیتونو سربېره په شمال ختیز بدخشان ولایت کې یوشمېر نجونو او ښځو د بې کاره کښېناستو پر ځای د هنرونو، مسلکونو یا حرفو زده کړو او د وړو کاروبارونو پیلولو ته مخه کړې ده. په دې کې د پوهنتون یوشمېر نجونه دي چې اوس خیاطي زده کوي. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیو جوړ رپورټ.

یو بنسټ: په افغانستان کې د کوکنارو د کر کمښت به بریتانیا کې هیرویینو ته لاسرسی کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا په پالیسۍ کې د بدلون بنسټ وايي، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لږوالی به په بریتانیا کې هيرويينو ته لاسرسی لږ کړي. د بریتانیا په پالیسۍ کې د بدلون بنسټ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه وړاندوینه کړې ده. د دې بنسټ لومړۍ سناریو یا وضعیت دا دی چې د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه به د طالبانو د حکومت پرېکړه دوام و نه کړي، ځکه که ۲۰۰۰ او ۲۰۰۱ ميلادي کلونو ته وګورو، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو له حکم څخه د نړیوالو مرستو او نړیوالې ټولنې د همکارۍ جلبولو... Читать дальше...

په ایران کې د افغان پانګه‌والو پانګونه د پام وړ وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د ایران ځینو رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی، چې د ایران د حکومت یوه سلاکار ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغان پانګه‌والو په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې ده. محمد مهدي جوانمرد قصاب چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي، په ایران کې که څه هم د افغان پانګه‌والو دا پانګونه کوچنۍ ده، خو بیا هم د پام وړ ګڼل کېږي. د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي، د افغان پانګه‌والو خوا پر کرنه، صنعت او ساختماني چارو پانګونې شوې دي. Читать дальше...



Москва

МЧС РФ: в общежитии РУДН в Москве произошло короткое замыкание


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин назвал современные технологии, которые используют в городском хозяйстве



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Басков

«Гостевой брак»: Басков раскрыл странные подробности личной жизни




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России

«Торпедо» объявило об уходе хоккеистов Кручинина, Бауи и Малова

Личка — о самой дорогой покупке в Москве: два дня назад решил купить самокат за 60 тысяч рублей


Рафаэль Надаль

Надаль навестил в больнице 16-летнюю российскую теннисистку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

Следственный комитет предупреждает: не оставляйте детей без присмотра в комнате с открытым окном



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России