Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 31.07.2023

د طالبانو حکومت: امریکایي پلاوي سره مو دوحه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي پلاوي یې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لیستونو او بندیزونو د لیرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او بشري حقونو پر مسایلو خبرې کړي.  د طالبانو د حکومت او متحدو ایالتونو پلاوي پرون او نن د قطر په پلازمېنه کې راټول شوي او د افغانستان پر اړوندو مسایلو خبرې کوي. د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د پلاوي ټینګار دا و، چې د اعتماد جوړونې لپاره تور لیستونه او... Читать дальше...

داعش د باجوړ د ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش پر غاړه واخېست. دې ډلې د اعماق په نوم پر خپل ویبسایټ په یوه بیان کې ویلي دي، چې یوه غړي یې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې خپل انتحاري واسکټ والوزاوه. په دې برید کې چې د مولانافضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت العلمای اسلام پر غونډه وشو د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې ۴۹ کسان وژل شوي او نېږدې ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي. په ځینو راپورونو کې د مړو شمېر تر دې زیات ښودل شوی دی. د پاکستاني طالبانو تحریک یا TTP برید غندلی... Читать дальше...

ایران: د افغان کډوالو د څار کمېسیون جوړوو؛ کډوال: بد چلند راسره کوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي مهدي سعادتي په دغه هېواد کې د افغانانو د څارنې او تنظیم د کمېسیون د طرحې د جوړېدو خبر ورکړ. نوموړي دا خبره، د ایران له الناي خبري اژانس سره په مرکه کې کړې ده. مهدي سعادتي ویلي، په افغانستان کې د څو تېرو حکومتونو بې‌ثباتي، په سیمه کې د امریکا حضور، د افغانستان د پخواني جمهوریت ړنګېدل او د طالبانو واکمني ټول هغه عوامل دي دي چې له امله يې یو شمېر افغانان ايران ته کډوال شوي دي. ښاغلي سعادتي زیاته کړه چې، دوی په دې برخه کې حساس دي او د ایران د ملي... Читать дальше...



ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ جاپان، اسټرالیا او زېمبیا خپلې سیالۍ وګټلې

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن ۴ سیالۍ ترسره شوې چې جاپان، اسټرالیا او زیمبیا لوبډلې خپلې سیالۍ وګټلې. د ورځې لومړۍ لوبه د جاپان او هسپانیې ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې جاپان وګټله. دغه راز په دویمې سیالۍ کې بیا زېمبیا لوبډلې ۳ د یو پر وړاندې کوستاریکا ته ماتې ورکړه. درېیمه سیالۍ چې د ایرلینډ او نایجریا ترمنځ ترسره شوه پرته له ګول وهلو په مساوي توګه تمامه شوه. د نن ورځې وروستۍ سیالۍ د کوربه اسټرالیا او کاناډا ترمنځ وه چې ۴ د صفر پر وړاندې اسټرالیا وګټله. باید وویل شي، چې د سبا... Читать дальше...

د امریکا سوداګریز لیګ؛ پایلوبه مای نیویارک لوبډلې وګټله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د میجرلیګ کرکټ پایلوبه د مای نیویارک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیده. پایلوبه تېره شپه ناوخته د مای نیویارک او سیاټل اورکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د ۷ وېکټو په توپير نیویارک لوبډلې وګټله. سیاټل لوبډلې لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۱۸۴ منډو هدف یې ټاکلی و. د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې کوانټین ډیکاک ۸۷ منډې کړې وې. مای نیویارک لوبډلې ته بیا په توپ اچونه کې راشدخان ښه وځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول. نیویارک، ورکړل شوی هدف د لوبډلمشر نیکولاس پورن د ۱۳۷... Читать дальше...

افغان کرکټ بورډ فرسټ کلاس سیالۍ پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي چې د کورنیو سیالیو په لړ کې به فرسټ کلاس ( څلور ورځنۍ) سیالۍ پيل کړي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سیالۍ به د اګسټ په لسمه نېټه په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پيل او د سپټمبر تر ۱۶مې نیټې به دوام وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي:  "د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنۍ سیالۍ چې له دې وړاندې د هېواد پنځو زونونو په استازیتوب پنځو لوبډلو پکې برخه درلوده، دا ځل به یې شپږم پړاو کې څلور لوبډلې: هندوکش سټرایکرز، ماهیپرستوري، میوند چمپینز او پامیر اتلان ګډون... Читать дальше...

ایران: طالبانو سره مو د اوبو په وېش ځينې هوکړې شوي

Pa.azadiradio.com 

د هلمند سېند د اوبه خور پر سر د طالبانو حکومت او ایران ترمنځ له ناندریو وروسته، تازه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له طالبانو سره په مذاکراتو کې یو لړ هوکړو ته رسېدلي دي.  د دغه وزارت ویاند ناصر کنعاني تېره ورځ په ایران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "بیا مو هم د دې موضوع په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره جدي او نېږدې خبرې وکړې، په دې برخه کې لومړنۍ هوکړې هم وشوې او موږ تمه لرو چې د افغانستان چارواکي په دې برخه کې مسولانه چلند وکړي، څنګه یې چې په ځلونو ویلي دي. " د ایران د بهرنیو... Читать дальше...

د افغانستان د تېر کال طبیعي پېښې؛ ۷۰۰ تنه یې مړه او تر ۷۰۰ ډېر نور یې یې ټپيان کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د طبیعي پېښو په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ کسان مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د دوشنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې وویل، په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې سل زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي. رحیمي وویل: "زیان دومره لوی دی چې په مالي توګه یې اندازه کول خورا ستونزمن دي. موږ لږ تر لږه یو ميلیون کورنیو ته مرستې چمتو کړي چې په‌کې نغدي مرستې،... Читать дальше...



ماشوم ته د مور شیدې ورکول ولې ضروري دي؟

Mashaalradio.com 

په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن د مور د شیدو پر ارزښت او ماشومانو ته یې د نه ورکولو پر تاوانونو غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ کوچنیانو ته د مور شیدو ورکړې په اړه د اګهۍ کیمپېونونو ته ځانګړې کوي. بشپړه خپرونه واورئ.

د باجوړ پېښې د تلفاتو زیاتوالی؛ جمعیت علما اسلام: د پاکستان حکومت مو په ساتنه کې پاتې راغلی

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ تنو ته رسیدلی دی.  د پروني ځانمرګي برید ټپیان د همدې سیمې او یا هم د پیښور په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د ازادي راډیو مشال څانګې د چارواکو او ولسي سرچینو په حواله ویلي، چې اکثره وژل شوي پرون ماخوستن او نن خاورو ته سپارل شوي دي. برید د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی او د دغه ګوند غړي د پاکستان حکومت د برید په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي. د دغه ګوند سکرتر جنرال ډاکټر مسعود ګل وایي،... Читать дальше...

پاکستان او چین په بېلابېلو برخو کې ۶ مفاهمتلیکونه لاسلیک کړي دي

Mashaalradio.com 

نوموړی وايي چې بیجنګ د چین پاکستان اقتصادي لارې (سيپیک) د پروژو په لړ کې د توانایۍ، له اوبو د برېښنا پیدا کولو، سړکونو او ټرانسپورټي چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له ۲۵ اربه (مېلیارده) ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.

تازه راپور: تر نېمایي زیات افغان ماشومان د مور له شیدو محروم دي؛ یوه مور: د خوراک څه نه لرم، نورو کره یې خورم

Pa.azadiradio.com 

د لومړنیو بېړنيو حالاتو نړیوالې موسسې (Première Urgence Internationale) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې تر ۵۰ سلنې ډېر نوي زېږېدلي ماشومان د مور د شیدو له ژوند ژغورونکو ګټو محروم دي. دا راپور چې د جولای په ۳۰ مه خپور شوی، په کې ویل شوي چې په افغانستان کې دا مهال ۴۷.۷ سلنه ماشومان د میندو له شیدو برخمن دي. د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې اوږدې جګړې، بې وزلۍ، ناوړه دودونو، په کم عمر کې د نجونو ودولو او رواني ستونزو د ډېرو میندو په روغتیا او روان اغېزې کړي چې له امله یې شیدې هم ورسره کمې شوې دي. Читать дальше...

د افغانستان د سینګارتونونو کارکوونکې وايي د بې کارۍ له وجې هېواد پرېښودو ته اړ شوې دي

Mashaalradio.com 

په کابل ښار کې د رها حسني په نوم يوه بله سينګارکوونکې د طالبانو له حکومته غواړي، چې په افغانستان کې د سينګارتونونو د بندولو په اړه پر پرېکړې له سره غور وکړي. د افغانستان د کسبګرو اتحادیې ویلي چې د افغانستان په ۱۲،۰۰۰ سینګارتونونه کې ۶۰،۰۰۰ ښځې د هغوی د کار ځایونو تړل کېدو له کبله بې روزګاره کېدای شي

د جګړې له پیله تر ۷ سوه زره ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي

Pa.azadiradio.com 

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله له ۷ سوه زرو ډېر اوکرایني ماشومان روسیې ته لېږدول شوي دي. دا خبره د روسیې د ماشومانو کمېشنرې ماریا لوا بېلوا پرون یکشنبه په یوه راپور کې وکړه. په راپور کې ویل شوي چې اکثره دغه ماشومان له خپلو والدینو یا خپلوانو سره روسیې ته بیول شوي دي. د تېرې مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د ماشومانو کمېشنره ماریا لوا بیلوا او د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د انتقال له کبله په جنګي جنایت تورن کړل او د هغوی د نیولو حکم یې صادر کړ.

د میدان وردګو ځینې اوسېدونکي: په سېلاب ځپلو سیمو کې بېلابېلې ناروغۍ زیاتې شوي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله په سیمه کې په بېلابېلو ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. دوی وايي، دغلته لسګونه کورنۍ په ډېر بد وضعیت کې تر شنه اسمان په خیمو کې پر لمدو ځمکو ژوند هم کوي. بل‌خوا طالب مسوولان هم وايي چې د دغه ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کې یو شمېر خلک په ناروغیو اخته شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

پښتون ژغورنې غورځنګ هرنايي کې د ناامنۍ پرضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده

Mashaalradio.com 

د جولای ۳۰مې جلسې ته د پي ټي اېم د مشر منظور پښتین، په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزیر په ګډون یوشمېر مخکښه مشرانو ویناګانې وکړې او د سیمې ګڼ اوسېدونکي، فعالان او د پي ټي اېم پلویان ورغلي ول.


Музыкальные новости
Булат Окуджава

Калужские школьники выступили на фестивале в честь Булата Окуджавы





Rss.plus
РПЛ

Якубко: в декабре все опять будут плеваться от календаря РПЛ, но это легко можно исправить




В Европе произошла массовая кража редких изданий русской классики

Щедрое лето от OUTRIGGER

Тренер "Динамо" Личка: мне очень грустно проигрывать "Спартаку"

Первый Cybertruck заметили в Москве на Патриках (4 фото + видео)




په خیبر پښتونخوا کې د ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴ ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پروني ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۴۴ ته پورته شوی دی. برید کې چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علما اسلام پر یوه غونډه شوی، نږدې ۲۰۰ نور کسان ټپيان شوي هم دي. د پاکستان پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې برید ځانمرګی و او د اسلامي دولت ډلې یا داعش له‌خوا شوی دی. د پاکستاني طالبانو تحریک یا 'ټي ټي پي' برید غندلی او اسوشېټېډپرېس اژانس ته یې ویلي، د برید هدف د پاکستاني اسلامپالو کمزوري کول دي.

پولینډی غرختونکی د هېمالیا غرونو لوړې څوکې ته رسېدلی

Mashaalradio.com 

د پولینډ یو غرختونکي د هېمالیا د غرونو د ګېشر بروم دواړو څوکو ته ختلی دی او په دې توګه یې یو رېکارډ جوړ کړی دی. نوموړی لومړی غرختونکی شو چې د قراقرم ټولو څوکو ته ختلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

د امریکايي او طالب استازو لیدنه؛ لا هم جزییات رسنیز شوي نه دي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې وه، چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو هیئتونه پرون یکشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره وګوري، خو یوه لوري هم د پرونۍ کتنې د جزییاتو په باب څه نه دي ویلي. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د شنبې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو هیئت به په دې دوه ورځنۍ کتنه کې له امریکايي لوري سره د طالبانو پر چارواکو د بندیزونو د لیرې کېدو، په افغانستان کې د اقتصادي ثبات، اعتماد جوړونې او نورو موضوعاتو په باب خبرې وکړي. د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تېره... Читать дальше...

په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره ډیالوګ ضروري وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د کابل لپاره د ترکیې د سفیر جهاد ارګینای په کتنه کې په افغانستان کې د پایداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ملي ډیالوګ ضروري وګڼل شو. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دواړه لوریو پرون په کابل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې او د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وشو. د اعلامیې له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي تعلیم د ټولنې حیاتي اړتیا وبلله او افغان ځوانانو ته یې د ترکیې له خوا د تحصیلي بورسونو د ورکړې مننه کړې ده.

د منځنۍ اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویم مقام خپل کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې د دویم مقام په خپلولو سره د سپینو زرو مډال وګاټه. د افغانستان د فوټبال ملي فدراسیون پرون په خپل فېسبوک کې لیکلي چې افغانستان د ترکمنستان په ماتولو سره دغه مقام خپل کړ. افغانستان په دې لړ کې پنځه مسابقې وکړې چې درې یې وګټلې، یوه یې مساوي شوه او یوه یې وبایلله. د منځنۍ اسیا د فوټسال سیالۍ د افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان د لوبډلو ترمنځ په دوشنبې ښار کې وشوې.

زیلینسکي: جګړه د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي خبرداری ورکړ، له دې انکار نه شي کېدای چې جګړه به روسیې ته غځېږي. دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د روسیې چارواکي اړ شول د یوې بې‌پېلوټه الوتکې د وړمې شپې تر حملې وروسته د مسکو یو بوخت هوايي ډګر د لنډ وخت لپاره وتړي. زیلینسکي پرون په یوه ویډیو کې وویل: "جګړه به په تدریجي ډول د روسیې قلمرو، سمبولیکو مرکزونو او پوځي اډو ته ستنېږي." د زیلینسکي په وینا دا یوه نه انکار منونکې، طبیعي او کاملاً عادلانه پروسه ده. هغه په ضمن کې اوکراینیانو ته هم خبرداری ورکړ، چې باید... Читать дальше...



Москва

Вседозволенность азербайджанской диаспоры в России или как пантюркистские националисты 29 апреля перекрыли улицу в центре Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московская неделя предпринимательства начнется 16 мая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

Леонардо ДиКаприо споет голосом Фрэнка Синатры




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА выложил провокационный ролик к матчам с "Зенитом", вспомнив фразу Дзагоева

"Спартак" обыграл "Динамо" в полуфинале Пути регионов Кубка России

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами


Даниил Медведев

Медведев сыграет с Бубликом в Мадриде 



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России