Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2023

Новости за 07.07.2023

پاکستان کې د قران د "تقدس" ورځ لمانځل شوې

Mashaalradio.com 

د سويډن په پلازمېنه ستاکهولم کې د قران مجيد د بې حرمتۍ خلاف د جولای پر اوومه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهري وشوې. مظاهرچيانو له حکومته له سويډن سره د سفارتي اړیکو ختمولو غوښتنه وکړه. تفصیل په ویډیو کې

د افغان کډوالو شورا د پاکستان دولت او ملګرو ملتونو ته سر خلاصی لیک استولی

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شورا د پاکستان دولت او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د سازمان عالي کمېشنرۍ ته یو سر خلاصی لیک استولی دی. په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو شورا په دې سر خلاصي لیک کې د پاکستان دولت له اړوندو ادارو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان له عالي کمېشنرۍغوښتي، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي. دا لیک چې د جون میاشتې په ۲۶مه نېټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا له خوا لیکل شوی او د يو شمېر افغان کډوالو له خوا لاسلیک شوی، تېره ورځ د جولای په ۶مه نېټه د... Читать дальше...

په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو په اړه د بايډن ادعا له واقعیته لرې وبلل شوه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، دا چې ولسمشر بایډن ادعا کوي چې نور په افغانستان کې القاعده فعالیت نه کوي او یا دا چې طالبان یې په یو ډول په سیمه کې د ملي امنیت په شریکانو بدل شوي، په بشپړه توګه له واقعیت لرې دي. د جمهوري پال مککال په یو بیان کې چې نن د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټې خپور کړی ویل شوي، د جو بایډن څرګندونې یوازې د طالبانو او القاعده شبکې د پخوانیو اړیکو د سپينولو یوه هڅه تفسیر کېدای شي. وړاندې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر... Читать дальше...



د پاملرنې موسسه: په افغانستان کې روغتيايي خدمات مخ په خرابېدو دي

Pa.azadiradio.com 

د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره په دغه هېواد کې روغتیايي خدمات مخ په خرابېدو دي. دغه بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي چې دا کار به په راتلونکي کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو پر لاسرسي هم منفي اغېز وکړي او په افغانستان کې به د نرسانو، قابله ګانو او د ښځینه‌وو د تغذيې مشاورینو شمېر کم شي. د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، د ښځو لپاره له لازمو او کافي روغتیايي زده کړو پرته به افغانستان روزل شوي روغتیايي کارکوونکي ونه لري. د یادې موسسې په راپور کې ویل شوي چې... Читать дальше...

جرمني اوکراین ته د خوشه‌یي مهماتو له استولو سره مخالفت کړی

Pa.azadiradio.com 

جرمني اوکراین ته د خوشه‌یي مهماتو له استولو سره مخالفت کړی. د جرمني د بهرنیوچارو وزیره وايي چې هېواد یې اوکراین ته د خوشه یي مهماتو د استولو مخالف دی. انالینابایربوک دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې امریکايي چارواکو وویل، غواړي کییف ته دا وسلې چې د ملکي وګړو د وژنې په خاطر د نړیوالو له خوا غندل کېږي، چمتو کړي. د بشري حقونو ډلو له دې اقدام سره مخالفت کړی او مېرمن بایربوک وویل، جرمني چې د ۱۱۱ هېوادو په ډله کې د کلسټر مهماتو د نه کارولو لپاره د اوسلو د کنوانسیون غړی دی، هم د دې کار مخالفت کوي. Читать дальше...

'آر ایس ایف' یوځل بیا د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' یوځل بیا د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه کړې ده. د بې پولې خبریالانو سازمان، په پاریس کې د وخت ټاکنې د برښنایي دستګاه په نصبولو سره، یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه وکړه. يادې ادارې د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په مرکز پاریس کې د طالبانو په زندان کې د تېرو شپږو میاشتو د بند د مودې له پوره کېدو وروسته دغه وسیله نصب کړې ده چې د طالبانو په زندان کې د تېرو ورځو، ساعتونو او دقیقو شمېر حسابوي. Читать дальше...

د افغانستان د تېر نظام ځینې پیلوټان له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د هوايي ځواک پیلوټان لا هم له خپل نامعلوم برخلیکه شکایت کوي او وايي چې له سختو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام د هوايي ځواک یو شمېر پیلوټان چې خپل مقصد هېوادونو ته د تللو لپاره په درېیمو هېوادونو کې دي وايي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی چې ځینې په ترکیې او پاکستان کې دي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له تېرو څه باندې شلو میاشتو راهیسې بې برخلیکه دي. په پاکستان... Читать дальше...



بریتانیا د افغان ښځو په تړاو د طالبانو محدودونکو فرمانونو ته اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته د سفر پر مهال یې د هغو فرمانونو په اړه د طالبانو چارواکو ته خپله اندېښنه په ډاګه کړه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته یې سفر د بریتانیا د هغې ژمنې ښکارندویي کوي چې د افغانستان د مثبتې راتلونکې لپاره یې لري. رایرټ ډیکسن کابل ته له سفر وروسته پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، چې هلته یې له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار پر موضوعاتو ټینګار کړی. ... Читать дальше...

پیټر فیالا: د اوکراین راتلونکې د اروپايي ټولنې او ناټو په غړیتوب کې ده

Pa.azadiradio.com 

د چک جمهوریت صدراعظم وايي، د اوکراین راتلونکې د اروپايي ټولنې او ناټو په غړیتوب کې ده. پیټر فیالا، چې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره تر غونډې وروسته نن یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل: "اوکراین زموږ او د ټولې اروپا د امنیت لپاره د جګړې په حال کې دی." فیالا زیاته کړه چې چک جمهوریت به پر اوسنیو مرستو سربېره اوکراین ته پوځي هیلیکوپټرې هم ورکړي. زیلینسکي له اروپايي چارواکو غوښتي چې سږکال په اروپايي ټولنه کې، اوکراین ته د غړیتوب د ورکولو په اړه د خبرو د پیل لپاره تر وسې وسې هڅې وکړي.

یوناما: په افغانستان کې يوازې ۳۰زره معتادين روغتیايي اسانتیاوې لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د افغانستان له درې نیم ميلیون معتادینو څخه يوازې دېرش زره يې روغتیايي اسانتیاوي په واک کې لري. ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره له ۲۰۲۳ م څخه بیا تر ۲۰۲۵ م ميلادي کاله پورې خپل ستراتېژیک چوکاټ اعلان کړ، په دې چوکاټ کې راغلي، که څه هم د کوکنارو د کښت کمولو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو بیا هم په افغانستان کې معتادین مخ پر ډېرېدو دي. د دې سازمان په تازه ستراتېژۍ کې ويل شوي چې د افغانستان له درې نیم میليونو معتادینو څخه يوازې دېرش زره معتادین د درملنې اسانتیاوي لري. ... Читать дальше...

طالبان: په سمنګان کې د ومان شاوخوا ۴ زره کیلوګرامه بوټي کشف او سوځول شوي

Pa.azadiradio.com 

په سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د ومان شاوخوا ۴ زره کیلوګرامه بوټي یې کشف او سوځولي دي. ومان د ښیښې په نوم مخدرو موادو په جوړولو کې کارول کېږي. د سمنګان امنیه قوماندانۍ په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا بوټي په مرکز ایبک ښار کې د امنیه قوماندانۍ د کارکوونکو د هڅو په نتیجه کې کشف او وروسته وسوځول شول. د بیان له مخې په دې تور دوه مشکوک کسان هم نیول شوي دي. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته که څه هم د مخدروموادو د تولید کچه په نسبي ډول کمه شوې ده، خو افغانستان... Читать дальше...

بریتانیا په افغانستان کې روانو ستونزو ته د حل لار لټوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر وايي، کابل ته د سفر پر مهال یې د هغو فرمانونو په اړه د طالبانو چارواکو ته خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. رابرټ ډیکسن چې نوی په دې دنده ګومارل شوی وايي، کابل ته د دې لپاره راغلی چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته یوه حل لاره ومومي. نوموړی وايي چې د ده سفر د افغانستان د مثبتې راتلونکې لپاره د بریتانیا د ژمنې څرګندونه کوي. مخکې له دې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي و، بریتانیا له افغانستان سره د اړیکو... Читать дальше...

اروپايي ټولنې اوکراين سره د سمدستي مرستو پلان تاييد کړی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د ځان د دفاع او د روسیې د یرغل پر ضد له اوکراین سره د سمدستي مرستې لپاره د مهماتو او توغندیو د تولید د پراخولو په هدف د پلانونو په تایید سره یو مهم ګام واخیست. د اروپايي ټولنې ریاست نن د جولای ۷مه سهار اعلان وکړ چې د ټولنې غړو هېوادونو او اروپايي پارلمان توافق کړی چې سمدستي د مهماتو د تولید د ملاتړ لپاره له خپلې بودیجې څخه نیم میلیارد یورو ځانګړي کړي. دا موافقه د اروپايي ټولنې د مشرانو د مارچ میاشتې د هغې پرېکړې په دوام کېږي چې اوکراین ته د اړتیا وړ مهماتو د استولو د پراختیا لپاره یې کړې وه.

سږني اختر کې په پاکستان کې نېږدې۶۰ لکه څاروي حلال شوي

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې تر لوی اختر وروسته د قربانۍ څرمنۍ د کراچۍ کارخانو ته رسېدلی دي. کاروباریان وایي د خواوشا ۶۰ لاکو څاروو څرمنې وررسېدلی خو پکې له ۲۰ تر ۲۵سلونو خرابې شوې دي.دا چې د قربانۍ او نورې څرمنې د څه لپاره کارول کېږي، تفصیل یې په ویډیو کې .

امریکا کې د یو افغان وژنه؛ پولیسو د عاملانو نیونې لپاره ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

یو افغان وګړی د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې په ډزو وژل شوی دی. د واشنګتن ډي سي پولیسو پرون تایید کړه چې د نصرت احمدیار په نوم دغه افغان د سه شنبې په ورځ د واشنګتن په شمال ختیځه څنډه کې په ډزو ویشتل شوی او ځای په ځای یې ساه ورکړې. د واشنګټن ډي سي پولیسو د هغو معلوماتو په بدل کې ۲۵ زره ډالر انعام ټاکلی چې د نصرت د وژنې د عامل یا د مرتکبینو د نیولو لامل شي. په امریکا کې ځینو مېشتو افغانانو د نصرت احمد یار له کورنۍ سره د مرستې لپاره یو پروګرام هم جوړ کړی چې تر دې دمه ورته څه باندې ۱۶زره ډالر ټول شوي. Читать дальше...

اوکرايني چارواکي: په لویف کې د روسيې راکټي بريدونو له امله ۵ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چارواکي وايي، په لویف ښار کې د روسیې په راکټي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي. اوکراین دا پر ملکي سیمو د روسیې تر ټولو سخت برید یادوي. د اوکراین د کورنیو چارو وزارت پرون د جولای ۶مه وویل چې په دې برید کې د استوګنې د یوې ودانۍ چت او دوه پورتني پوړونه ویجاړ شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۳۴ کسان ټپیان شوي دي. د لویف ښار چارواکو په وینا شاوخوا ۶۰ اپارتمانونه او ۵۰ موټرونه هم زیانمن شوي. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي یوه ویډیو انلاین شریکه کړې چې په کې د ودانیو د بامونو برخې او... Читать дальше...


Музыкальные новости
Тимати

Мама Тимати прошлась по интервью Шишковой: «Смотреть было брезгливо, но Аленка молодец»





Rss.plus
МХЛ

В СКА рассказали, почему не стали продолжать сотрудничество со «СКА-Карелией» в МХЛ




Диана Шурыгина и криптобизнесмен Святослав Гусев задержаны в Москве

Полиция задержала Диану Шурыгину для допроса

Актер Кирилл Зайцев представил фильм «Командир» на кинофестивале в Музее Победы

Тренер "Спартака" заявил, что его сравнивают с Гвардиолой из-за лысины




طالبانو په کاپیسا کې د یوې ډبرينې مجسمې د کشف خبر ورکړی

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا ولایت کې د طالبانو یو چارواکی وايي چې یوه ډبرینه مجسمه یې په یوه کور کې کشف کړې ده. د کاپیسا لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز تېر ماښام پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا مجسمه چې د کوهبند ولسوالۍ د ارام کوټ سیمې په یوه کور کې تر خاورو لاندې وه، یوه کس موندلې او په دوهم کوهستان ولسوالۍ کې یې خپل کور ته وړې وه. ده زیاته کړه چې دغه سړی په دې تړاو نیول شوی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د ویاند په وینا دا مجسمه تر زرو کلونو پخوانۍ ده

نيوزيلنډ له افغانستان سره د ۱۱ ميلیون ډالرو مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې هېواد یې ملګرو ملتو ته ۱۱ میلیون ډالره ورکوي چې په افغانستان کې یې پر بشري چارو ولګوي. نانایا ماهوتا وویل: "افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له سخت بشري بحران سره مخامخ دی او په درو کې څه باندې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړ دي. د خوراکي موادو د نه مصونیت ترڅنګ افغانان طبي خدماتو، د څښاک پاکو اوبو او زده کړو ته سخته اړتیا لري." دې همدا راز وویل چې نیوزلنډ له افغانانو سره د مرستو دوام ته ځان ژمن ګڼي او له خپلو نړیوالو شریکانو سره یو ځای په... Читать дальше...

د جولای درېيمه په نړۍ کې تر ټولو توده ورځ ثبت شوه

Pa.azadiradio.com 

د دې اوونۍ د دوشنبې ورځ، چې د جولای ۳یمه وه، په نړۍ کې تر ټولو توده ورځ ثبت شوه. د امریکا د چاپېریال د اټکل د ملي مرکز د معلوماتو پر اساس، په دې ورځ په نړۍ کې د هوا د تودوخې متوسطه درجه د سانتي ګراد تر مثبت ۱۷ واوښته چې دا تر مخکېني ریکارډ چې د ۲۰۱۶ په اګست کې څه کم اوولس درجې ثبت شوی و، لوړه ده. په دې ورځ حتی په انترکتیکا کې چې اوس هلته ژمی دی، د تودوخې درجه لوړه وه. په وروستیو اوونیو کې په اروپايي هېوادونو کې د تودوخې درجه په بې ساري ډول لوړه وه. تېره جون میاشت د بریتانیا لپاره تر ټولو... Читать дальше...

د 'افغان ښځو انقلاب ډلې' او سینګارګرو مېرمنو د طالبانو د پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ښځو د سینګارځایونو د بندېدو په اعتراض کې د ښځو د انقلاب په نوم ډلې او یو شمېر سینګارګرو ښځو د طالبانو د پرېکړې پر ضد د احتجاج غږ پورته کړ. 'د افغان ښځو انقلاب' په نوم د یوې ډلې غړیو او یو شمېر سینګارګرو ښځو د طالبانو له لوری د ښځینه سینګارتونونو د بندېدو د پرېکړې په اعتراض کې پرون احتجاجي غونډه وکړه. په یوه ویډیو کې چې دا اعتراض کوونکې ښځې په یوه سرپټي ځای کې لیدل کېږي، یوه معترضه وايي: "طالبانو د سینګارځایونو د بندولو نوی بندیز لګولی چې له کبله یې ډېرې ښځې چې خپلو کورنیو ته... Читать дальше...

د بنګله‌دېش د کرکټ ملي لوبډلې کپتان له نړيوالو سيالیو استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د بنګله‌دېش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان تمیم اقبال پرون پنجشنبه ناببره له نړیوالو کرکټ سیالیو استعفا اعلان کړه. اقبال دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې اعلان کړه چې افغانستان د پنځوس اوره سیاليو لومړۍ مسابقه له بنګله‌دېش څخه وګټله. د بریتانیا د مېل انلاین د راپور له مخې، تمیم اقبال پرون خبریالانو ته وویل، د چهارشنبې په ورځ یې وروستۍ نړیواله لوبه وه او له دې شېبې نور په نړیوالو سیالیو کې برخه نه اخلي. په داسې حال کې چې د تمیم اقبال خبرې د تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدې، د استعفا د اعلان په مهال د ده له سترګو اوښکې بهېدې. Читать дальше...

له چين څخه په سوداګري مالونو بار یو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی

Pa.azadiradio.com 

د چین د ګانسو د شمال لوېدیځ ولایت له مرکز لینژو څخه په سوداګري مالونو بار یو ریلګاډی افغانستان ته وخوځېد. د چین د سینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، په دې رېلګاډي کې، چې د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د حیرتان بندر په لور روان شو، په ۳۹ کانتینرونو کې د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت مال وړل کېږي. د راپور له مخې دا سوداګري مال، چې د موټر پُرزې، فرنیچر، دفتري او تخنیکي وسایل په کې شامل دي، د چین د سین کیانګ ایالت، قرغیزستان او ازبکستان له لارو تېرېږي. د افغانستان د تېر جمهوري حکومت په مهال د چین... Читать дальше...



Москва

Культура России: как прошёл конкурс бурятского языка для детей в Бурятии?


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о строительстве моста через Москву-реку у Берегового проезда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певец

Певец Победы Александр Самсонов издал книгу о себе, семье и пути в профессию




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На стадионе в Москве, таджики и узбеки, проигравшие русским футболистам со счетом 13:0 устроили массовую драку с нашими ребятами

«Спартак» обыграл «Динамо» 2:0 в полуфинале Пути регионов Кубка России

"Динамо" и "Спартак" опубликовали составы на матч Кубка России


WTA

Соболенко вышла в ⅛ финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России