د کندهار د صرافانو مارکېټ د اعتراض له امله وتړل شو
د کندهار ښار د صرافانو مارکېټ د اعتراض له امله وتړل شو. د کندهار د صرافانو د اتحادې یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي رادیو ته وویل چې پرون چهارشنبه تر غرمې وروسته طالبانو یو شمېر صرافان چې په صرافۍ مارکېټ کې یې د پاکستاني کالدارو تبادله کوله وهلي، ټکولي او یو شمېر یې له پیسو سره یوځای له ځان سره وړي دي. د سرچنې په وینا، تر دې پېښې وروسته صرافانو د اعتراض په توګه د صرافۍ مارکېټ تر نامعلوم وخته پورې وتاړه. طالبانو که هم تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي ، خو تر دې مخکې یې خلکو او سوداګرو ته... Читать дальше...