له پاکستان څخه د افغان کډوالو د وېستو په اړه د فوربز مجلې تبصره !
فوربز مجلې له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې لولو چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر میاشت کې، د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې دوی به په سلګونو زره غیر راجستر شوي بهرني اتباع او کډوال چې مناسب اسناد ونه لري، ونیسي او له پاکستانه وباسي. وروستۍ نېټه د ۲۰۲۳م کال د نومبر لومړۍ ټاکل شوې وه. د فوربز د مقالې د لیکوال په باور، راپورونه ښيي چې دا اقدام به په پاکستان کې یوازې شاوخوا ۱.۷ میلیونه افغان کډوال نه؛ بلکې د چین اویغور او میانمار روهینګیا په ګډون د نورو ځورول شویو ټولنو غړي هم اغېزمن کړي. Читать дальше...