بایډن: د الشفا په نوم د غزې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د الشفا په نوم د غزې تړانګې تر ټولو لوی روغتون باید خوندي وساتل شي. د لوېدیځو اژانسونو د راپورونو له مخې بایډن دغه څرګندونې پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د یکشنبې په ورځ ویلي وو، شفا روغتون له درېیو ورځو راهیسې اوبه او برښنا نه لري او نور د روغتون په توګه فعالیت نه کوي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییل او حماس سخت دریځې ډلې ترمنځ، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګریز سازمان بولي،... Читать дальше...