د هرات امنیتي ډیالوګ ۱۱مه ناسته؛ امنیتي، بشري مرستې او د ښځو حقونه یې د بحث مهم موارد یاد شوي
د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه نن او سبا 'د نومبر ۲۷مه او ۲۸مه' د هرات د امنیتي ډیالوګ د یوولسمې دورې کوربه دی. د 'هرات امنیتي ډیالوګ' د یوولسمې ناستې تنظیموونکي وايي چې د افغانستان پر اوسنیو امنیتي ګواښونو او تراژيدیو، جنسیتي تبعیض او پر وړاندې یې په مبارزې، بشري مرستو او اغېزو، د ګاونډیانو په رول، اسلامي تمدن او فرهنګي مسایلو بحث کوي. داوود مرادیان، چې د هرات د امنیتي ډيالوګ له بنسټګرانو او د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر دی د ازادي راډيو تاجکي څانګې ته ویلي چې شاوخوا یو نیم سل کسان د افغان څېرو په شمول دغې غونډې ته بلل شوي.