فرانسه کې د ګډوډۍ دوام؛ پولیس د معترضانو د تیت و پرک کولو په هڅه کې دي
په فرانسه کې د ګڼو پولیسو له ګمارلو سره سره د څلورمې پرله پسې شپې لپاره هم اعتراضونه، لوټ تالان او ناکراري روانه وه.
د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تېره شپه اورونه بل وو او پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت و پرک کولو هڅه کوله.
د فرانسې حکومت وايي، د مخکېنیو شپو په پرتله ناکراري کمه وه، خو د کورنیو چارو وزارت بیا هم تېره شپه د ۹۹۴ کسانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي، ۷۹ کسان چې په هغوی کې پولیس او اعتراض کوونکي شامل دي، ټپیان شوي دي.
د فرانسې چارواکو وړمه شپه د ۹۱۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
فرانسې تېره شپه ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور خاص قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل.
تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې چې نن شنبه خپاره شوي، ۱۳۵۰ وسایط او ۲۳۴ ودانۍ په اور سوځېدلي او په عامه ځایونو کې د اورلګېدنې ۲۵۶۰ پېښې ثبت شوي دي.
په مارسي، لیون او ګرونوبل ښارونو کې بلواګرو ډلو چې خولۍ یې په سر کړې وې، ځینې دکانونه لوټ کړي دي.
که څه هم د شنبې سهار باران و، خو په پلازمېنه پاریس او شاوخوا سیمو کې یې بیا هم اعتراضونه روان وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرالد درمنن نن سهار د پاریس په لوېدیځ کې د مانت لاژولي سیمې د کتلو پر مهال وویل، چې د شپې له مخې د ناکرارۍ اندازه یو څه کمه شوې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د جمعې په ورځ د یوې بېړنۍ غونډې پر مهال وویل، چې دا شخړې نهشي توجیه کېدای.
نوموړي له میندو او پلرونو وغوښتل، چې خپل زلمي بچیان په کورونو کې ایسار کړي چې شخړې پسې زیاتې نه شي.