د فرانسې په مظاهرو کې تېره شپه نږدې ۱۰۰۰ کسان نیول شوي
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت نن ویلي، په دغه هېواد کې د اعتراضونو د پرله پسې څلورمې شپې پر مهال پولیسو ۹۹۴ کسان نیولي دي.
وړمه شپه ۹۱۷ کسان نیول شوي وو.
دغه اعتراضونه وروسته هغې پیل شول، چې یو زلمی د پولیسو له خوا ووژل شو. تېره شپه فرانسې ۴۵۰۰۰ افسران چې سپک زغروال وسایط ورسره وو او د پولیسو ځینې نور قطعات د دغو اعتراضونو او ناکراریو د کرارولو لپاره وګمارل.
تېره سې شنبه د پلازمېنې پاریس په څنډه کې د نایل په نوم یو ۱۷ کلن زلمی چې په خټه الجزایری دی، د یوه پولیس په ډزو ووژل شو، چې دې پېښې پراخ اعتراضونه وپارول.