ژوب کې د پولیس سرتېرو د وژنو ضد پرلت او ښار تړل شوی دی
د ژوب پوليسو مشر عرفان علي مشال راډیو ته ويلي ول چې د جولای پر دويمه نېټه سهار وختي ژوب ښار ته څېرمه د شيراني ضلعې په دهنه سر سيمه کې د پوليسو، ليويزو او اېف سي ځواکونو پر پوستو لومړی راکټ توغول شو او وروسته وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.