ایشیز؛ اسټرالیا دویمه ټېسټ سیالي هم وګټله
د ایشیز د ټېسټ سیالیو د لوبلړۍ په دویمې لوبې کې هم اسټرالیا د ۴۳ منډو په توپیر کوربه انګلستان ته ماتې ورکړه.
یاده ټېسټ سیالي چې د جون میاشتې په ۲۸مه نېټه په لارډز لوبغالي کې پيل شوې وه، په پنځمه ورځ د اسټرالیا په بري سره پای ته ورسېده.
د دې ټېسټ سیالۍ پچه انګلستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
اسټرالیا په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۱۶ منډې کړې وې.
دوی ته سټیف سمېت ۱۱۰ او ډیویډ وارنر ۶۶ منډې کړې وې.
انګلستان ته اولي روبینسن او جاش ټنګ درې درې لوبغاړي سوځولي و.
انګلستان د خپلې توپوهنې د لومړۍ پاڼۍ پیل ډېر ښه وکړ، خو د لوبې په درېیمه ورځ یې ټول لوبغاړي تر ۳۲۵ منډو وروسته وسوځېدل.
بین ډکېټ مخکښ توپوهونکی و چې ۹۸ منډې یې کړې وې.
اسټرالیا ته بیا میچل سټارک ۳ وېکټې اخستې وې.
د مېلمه لوبډلې دویمه پاڼۍ د عثمان خواجه د ۷۷ منډو په پرمټ تر ۲۷۹ منډو وغځېده او بیا وسوځېدل.
انګلستان ته دا ځل په توپ اچونه کې سټورټ براډ ۴ وېکټې واخیستې.
د دې ټېسټ سیالۍ په پاتې شپږو لوبیزو 'سېشنونو' کې انګلستان ته د ۳۷۱ منډو هدف ټاکل شوی و.
یادې لوبډلې د لوبې تر ۵مې ورځې لوبه وغځوله او لوبډلمشر یې بین سټوکس تر ډېره خپل مینهوال په دې هیله ساتلي وو چې لوبه ورته ګټي.
هغه تر ۱۵۵ منډو جوړولو وروسته وسوځېد او بیا یې ټوله لوبډله په ۳۲۷ منډو وسوځېده.
اسټرالیا ته په توپ اچونه کې میچل سټارک، پاټ کمینس او جاش هازليووډ درې درې وېکټې واخیستې.
سمېت د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د ویلو ده، چې د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي هم اسټرالیا ګټلې وه.
دواړه لوبډلې به درېیمه لوبه په لیډز کې پیل کړي.