د اسیا ایمرجېنګ سیالیو لپاره د افغانستان ټاکل شوې لوبډله سریلانکا ته ولاړه
د اسیا ایمرجېنګ سیالیو لپاره د افغانستان ټاکل شوې لوبډله سریلانکا ته ولاړه.
دفغان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د جولای په ۲یمه نېټه ویلي چې د یادو سیالیو لپاره یې د افغان ابدالیانو په نوم لوبډله ټاکلې او د لا ښه چمتووالي په موخه یې تر لوبو دوه اوونۍ مخکې سریلانکا ته ولېږله.
ټاکل شوې چې د شپږو هېوادونو ترمنځ د اسیا ایمرجېنګ سیالۍ د جولای میاشتې په ۱۴مه نېټه په سریلانکا کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې دوام وکړي.
د یادو سیالیو لپاره د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د شاهد مندوزي په لوبډلمشرۍ ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړې چې د ځینو ځوانو لوبغاړو ترڅنګ یې یو شمېر پخواني لوبغاړي هم ورته دعوت کړي دي.