فرانسه کې لاريونونه؛ وضعيت کابو کېدو لور ته روان دی
په فرانسه کې له څو ورځنیو پراخو اعتراضونو او ناارامیو وروسته اوس وضعیت یو څه کابو شوی او اعتراضونه کم شوي دي.
د فرانسې بېلابېل ښارونه د شپږو پرلپسې شپو په مخه د تاوتریخجنو مظاهرو او بلواګانو شاهدان وو.
دا مظاهرې وروسته تر دې پيل شوې چې د تېرې سه شنبې په ورځ پولیسو یو الجزایري الاصله ۱۷ کلن ځوان په ډزو وواژه.
د نایل په نوم د دغه ځوان له وژلو وروسته د فرانسې پولیس په توکم پالنه تورن شول او ټول هېواد کې بلواګانې وپارېدې.
فرانس پریس اژانس لیکلي چې د بلوا د مهارولو لپاره په ټوله فرانسه کې ۴۵ زره پولیس ځای په ځای شوي او دغه راز زغره وال ګاډي او هلي کاپټرې هم د وضعیت کنټرول ته ګمارل شوي دي.
د دغو ناکراریو په ترڅ کې پولیسو د شنبې په شپه ۷۱۹ اعتراض کوونکي ونیول چې، ورسره د ټولو توقیف شویو کسانو شمېر ۳ زرو ته ختلی دی.
په فرانسه کې په ټوله کې بلواګانې کمرنګه شوي، خو ویل کېږي چې په څو سیمو له هغې ډلې مارسیلي ښار کې لا هم شخړې روانې دي.
دغه شخړې وروسته تر دې کمرنګه شوې چې د نادیه په نوم د وژل شوي ۱۷ کلن ځوان نیا پرون یکشنبه له خلکو وغوښتل چې بلوا ودروی.
هغې د فرانسې له یوه تلوېزیون سره مرکه کې له اعتراض کوونکو غوښتي: "کړکۍ مه ماتوئ او پر ښونځیو او بسونو بریدونه مه کوئ."
د وژل شوي ځوان نیا دا خبره هم کړې چې پارېدلي اعتراض کوونکي د دې د لمسي د وژلو له پېښې د یوې پلمې په توګه کار اخلي.
د هغه انا دا غوښتنه وروسته له هغې کوي، چې د پاریس په یوه څنډه کې د ښاروال پر کور د حملې پر مهال موټر ته اور واچول شو.
د پاریس ښاروال ویلي، د اورلګېدنې په دغې پېښه کې يې مېرمن او یوه ماشوم چې په خوب ویده و، ټپیان شوي دي.
د فرانسې د څو ورځو په ناکراریو او بلوګانو کې سلګونه پولیس او د اور وژنې کارکوونکي ټپیان شوي، خو تر اوسه د ټپي شویو اعتراض کوونکو شمېر نه دی معلوم.
د اعتراضونو پر مهال سلګونه ځایه اورلګېدنې شوي او سلګونه موټر هم سوځېدلي چې دې اورلګېدنو کې د لږ تر لږه ۱۵۰ هدف ښاروالۍ او نورې دولتي ودانۍ وې.