کرکټ؛ نیدرلنډ پنځوس اوریز نړیوال جام ته لار پيدا کړه
د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې پړاو د شپږ غوره لوبډلو په مرحله کې نیدرلنډ د ۴ ویکټو په توپیر سکاټلنډ ته ماتې ورکړه او نړیوال جام ته یې ځان ورساوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ نن پنجشنبه په زمبابوې کې سیالي ترسره شوه چې نیدرلنډ وګټله.
په دې سیالۍ کې سکاټلنډ لومړۍ توپوهنه کړې وه او د ۲۷۸ منډو هدف یې ټاکلی و.
یادې لوبډلې ته برینډن مکملن ۱۰۶ منډې کړې وې.
نیدرلنډۍ لوبډلې له پیله د هدف پوره کولو په تکل کې وو او دوی اړ و چې دا سیالۍ لږ څه په غټ توپیر وګټي.
دې لوبډلې د باسډي لیډ د ۱۲۳ منډو پرمټ په ۴۳ اور کې د ۶ ویکټو په سوځېدو هدف پوره کړ او نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.
باسډي لیډ چې په دې لوبه کې د سلیزې ترڅنګ ۵ ویکټې هم اخستې وې د غوره لوبغاړي په توګه ونومول شو.
له یادو سیالیو څخه سریلانکا د لومړۍ لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لار موندلې وه او نیدرلنډ بیا د «نیټ رن ريټ» پر اساس د نومرو په جدول کې دویم مقام ونیو او نړیوال جام ته ورسېد.
افغانستان به د اکټوبر میاشتې په ۳۰مه نېټه په نړیوال جام کې له نیدرلنډ سره سیالي وکړي.